یوه معلوله ښځه چې د نورو معلولو ښځو توانمندي کوي

یوه معلوله ښځه چې د نورو معلولو ښځو توانمندي کوي
Photo: Social media

په کابل کې د سره صلیب یوه کوچنۍ د منصوعي غړو کارځای د حرکت او غږونو ډک دی. دلته د مصنوعي غړو د جوړولو وسایل پر مېزونو خوځول کېږي او پنځه ښځې د مصنوعي غړو په جوړولو بوختې دي. د مېز تر شا، ۳۳ کلنه شبانه همدرد په مصنوعي پښه ولاړه ده او په دقت سره د ښځو او ماشومانو لپاره مصنوعي غړي چمتو کوي. شبانه د کارخونې ترڅنګ، د معلولینو د حقونو او وړتیاوو په اړه خلکو ته پوهاوی هم ورکوي.

شبانه یوازې ۸ کلنه وه چې په پنجشېر ولایت کې ښوونځي ته د تګ پرمهال یې د یو پاتې شوي ماین د چاودنې له امله یوه پښه له لاسه ورکړه. د معلولیت او د مناسب امکاناتو نشتوالي له امله درې کاله له ښوونځي محرومه شوه. سره له دې ستونزو، هغې وتوانېدله چې د کابل پوهنتون ته لار ومومي او په انګلیسي ادبیاتو کې تر لیسانس پورې زده کړې وکړي. هغې وویل: «هغه پېښه لا هم زما په ذهن کې ژوندۍ ده، خو زه هېڅکله تسلیم نه شوم. اوس زه د هغو ښځو درد درک کوم چې دلته راځي او هڅه کوم له هغوی سره مرسته وکړم.»

شبانه اوس د څلورو اولادونو مور ده، او د هغې کورنۍ، په ځانګړې توګه پلار یې، تل یې ملاتړ کړی دی. د هغې میړه چې د پوهنتون ملګری و، په یوې غیر دولتي ادارې کې کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړه، او د کور مسؤلیتونه پر شبانه پاتې شول. هغې وویل: «زما مېړه تل ماته هڅونه راکوله او ویل یې چې ته یوه قوي ښځه یې.»

ډېرې ښځې چې دې مرکز ته راځي، د خپل معلولیت له امله طلاق شوي او نامعلومه راتلونکې لري. کله چې دوی د شبانې کیسه واوري، الهام پیدا کوي. هغې وویل: «زه هغو ښځو ته وایم چې دلته راځي، دوی کولای شي خپل ژوند بیا جوړ کړي او خپلې وړتیاوې وښيي.»

د راپور د اخیستلو په ورځ، ۲۶ کلنه ګلثوم، د درې ماشومانو مور، د مصنوعي پښې جوړولو لپاره مرکز ته راغلې وه. ډاکټرانو د شکر ناروغۍ له امله یې پښه قطع کړې وه. هغې په اندېښمنو سترګو وویل: «ژوند زما لپاره سخت دی، ماشومان مې واړه دي او اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، خو کله چې دلته ډاکټر زما سره خبرې وکړې، زړه مې ارام شو. احساس مې وکړ چې لا هم ژوند ته دوام ورکولای شم.»

شبانه همدرد د خپل کار او پوهاوي له لارې ښيي چې مهارت او هڅه کولای شي د فزیکي محدودیتونو مخه ونیسي. ځینې کورنۍ وايي چې د دوی معلول ماشومان د مصنوعي غړو په مرسته بیا ټولنې ته راستانه شوي او عادي ژوند کوي.