افغانه زده کوونکې لینا حیدر؛ په ۱۱ کلنۍ کې له ښوونځي فارغه شوه

افغانه زده کوونکې لینا حیدر؛ په ۱۱ کلنۍ کې له ښوونځي فارغه شوه
Photo: Lina Haidar

د لینا حیدر په نامه یوه افغانه نجلۍ په جرمني کېپه ۱۱ کلنۍ کې له دولسم ټولګي فارغه شوې ده.

د مالوماتو پر اساس لینا حیدر ۱۱ کلنه افغان نجلۍ ده، چې په شپږو کلونو کې یې د لېسې دولس کلنه دوره په بریالیتوب بشپړه کړه او د جرمني له «بون» یوه ښوونځي یې د فراغت سند ترلاسه کړ.

دا ځوانه افغانه زده‌کوونکې د خپل استعداد، هڅو، او د کورنۍ د ملاتړ له امله په نړیواله کچه په بې ساري توګه وپېژندل شوه. 

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهېسې په افغانستان کې د نجونو ټولې زده کړې بندې کړي او دوی له خپل اساسي حقونو محرومې کړي دي.

نجونې ټینګار کوي که د هلکانو په څېر افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي، کولای شي د نړۍ له ځوانانو سره په هر ډګر کې سیالۍ وکړي.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه پای ته ورسوي او د نوي نسل د استعدادونو غوړېدو ته د زمینې په جوړولو د هېواد پرمختګ ته لاره هواره کړي.

په همدې حال کې تازه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د افغانستان په اړه تازه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتي، چې افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.