د قاچاق له لارې کډوالي؛ "زما ورور د سختې تندې له امله مړ شو"

۳۰ امرالله چې د لغمان ولایت اوسېدونکی دی دوه کاله وړاندې له خپل یو ورور او یو شمېر کلیوالو سره ایران ته د مزدورۍ لپاره په قاچاقي لارو تللی و، خو هغه نږدې دوه میاشتې کیږي چې ایراني پولیسو په اجباري ډولبېرته هیواد ته راستون کړی دی.
هغه وایې د اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او نورو لاملونو له امله ملګرو تشویق کړی و، چې ایران ته د ورتګ لپاره یوه قاچاقي سره اړیکه کې شي.
د امرالله په خبره لومړی کابل ته لاړ او له هغه ځایه د قاچاقچي په لارښوونه د نیمروز ولایت غرونه ته ورسېد چې په خبره یې نږدې ۱۵۰ افغانان په لاره کې ورسره وو.
د نوموړي په وینا، ایران ته پر لاره یې د تندې له کبله یې یوه کشري ورور حمیدالله ان خپل ژوند له لاسه ورکړی.
امرالله وویل: «مونږ درې ورونه یو کورنۍ مو کلي کې اوسېږي ما تصمیم نیولی و، چې ایران ته لاړ شم خو کشري وور حمیدالله هم ټینګار کاوه چې ایران ته لاړ شي ما یې مخالفت کاوه خو هغه نه منله؛ کله چې د ایران خاورې ته واوښتو نو هلته اوبه نه وې او زما ورور د تندې له امله مړ شو. زه د قاچبرانو په مرسته بېره د خپل ورور له مړي سره هیواد ته راستون شوم خو څلور میاشتې وروسته بیا مجبوره شوم چې ایران ته پر قاچاقي لاره لاړ شم ځکه دلته ژوند سخت و.»
هغه قاچاقي لارې له مرګ سره لوبې بولي او وایې، د ایران او پاکستان قاچاقبران خپلو کې تړون لري او په وینا یې، پاکستان ته تلونکي مسافر په ایران او ایران ته تلونکي په پاکستان پلوري.
امرالله زیاتوي چې افغان کډوال په ایران کې تر ټولو سخت کارونه کوي خو بیا هم ناوړه چلن او سپکاوي سره مخ وي. له ایران راستون شوی امرالله وايي، چې په ایران کې ناڅاپي پولیسو د هغه په ګډون شل افغانان ونیول او په اجباري ډول یې هیواد ته راستانه کړل.
د نوموړي په وینا، ډېری افغان کډوال ایراني زندانونو ته وړل کېږي چې بیا یې د مرګ او ژوند درک نه وي معلوم. هغه ایران ته په خپل تګ پښېمانه دی او وايي، په قاچاقي لارو تللي کس ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي.
امرالله زیاته کړه: «پر قاچاقي لارو تګ له مرګ سره لوبې دي او انساني قاچاق کوونکي مسافرو ته هیڅ د انسان ارزښت نه ورکوي، زه په خپل تګ پښېمانه یم خو مجبوره وم ځکه دلته په افغانستان کې هم ژوند سخت دی او ستونزې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.»
د هغه په خبره چې د قاچاقي لارو بېشمېره کړاوونه، له خپلې کورنۍ بېلوالی او د مرګ خطر په هېڅ لاسته راوړنه هم نه ارزي، خو افغان ځوانان دا هر څه له مجبوریته کوي.
امرالله اوسمهال د لغمان مهترلام ښار کې کراچۍ چلووي او وایې، د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي. د هغه په خبره، شاوخوا دوه میاشتې کېږي، چې له ایران راغلي خو تر اوسه یې هېچا پوښتنه نه ده کړې، چې څوک دي او څه کوي.
امرالله زیاته کړه: «که ځوانانو ته په خپل هیواد کې د کار زمینه برابره شي، نو هیڅ وخت به ځوانان ګاونډیو او نورو هیوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ نشي؛ خو دا هر څه له مجبوریت کیږي زه اوس کراچۍ چلووم خو په دې زما د کورنۍ ګوزاره نه کیږي مجبور یم دا ځل پاکستان ته د مزدورۍ لپاره لاړ شم.»
د هغه په وینا د کاري زمینو نه موجوديت او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې ډېری ځوانان یې اړ کړي، ترڅو په نامنظو لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
د مالوماتو له مخې په وروستیو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د هغو کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې چې په نامنظه کډوالۍ دغو هېوادونو ته تللي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت یو ځل بیا دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت افغان کډوالو د اېستلو لپاره ضربالاجل ټاکلی دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي ایسنا ویلي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیله به ټول غیرقانوني افغان پناه غوښتونکي له هغه هېواده ووېستل شي. هغه زیاته کړې چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم یوازې شپږ ډلې افغانان کولای شي، هغه هېواد کې پاتې شي.