یونیسف: له زده کړو د نجونو محرومېدل د منلو نه دي

یونیسف: له زده کړو د نجونو محرومېدل د منلو نه دي
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان راتلوونکی د نجونو زده کړو پورې تړلی او باید دوی ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې مشرې شیما سن ګوپتا خبرداری ورکړی، چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام به د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.

سن ګوپټان زیاته کړې که نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ونه لري نو دا نه شونې ده، چې دوی دې خپل هیلو ته ورسېږي.

د نوموړې په وینا له زده کړو د دوی محرومیت نجونې له جبري ودونو سره مخ کوي او دا چاره په ټولنه کې د بېوزلۍ او محرومیت د دوام سبب ګرځي.

هغې ټینګار کړی چې د نجونو زده‌کړه نه‌يوازې یو بنسټیز بشري حق دی، بلکې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز بیا رغونې لپاره هم حیاتي ده.

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالانې د نجونو ښوونځیو د تړلي‌ پاتې‌کېدو څخه د نیوکې ترڅنګ وايي، چې له زده‌کړو د نجونو  محرومېدل د بشري حقونو ارزښتونو سره په ټکر کې دي او پر زده‌کړو د بندیز له کبله د نجونو ژوند تریخ شوی او راتلونکې یې د له‌منځه تلو سره مخ ده.

د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله تېرېږي چې نجونې زده‌کوونکې ښوونځيو ته د تلو لپاره شېبې شماري، خو لاتراوسه له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوي او له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دې.