بېوزلي او اقلیمي بدلونونه؛ د هیواد زیاتره سیمو کې خلکو د ځنګلونو وهلو ته مخه کړې

په دې وروستیو کلونو اقلیمي بدلون، دوامداره وچکالۍ، طبیعي افتونه، فقر بېوزلۍ، د نفوسو زیاتوالي د چاپېریال ککړتیا، د طبیعي سرچینو د خوندیتوب لپاره د پروګرامونو نهشتون او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې د هېوادو مختلفو ولایتونو کې ځنګلونه د له منځه تلو ګواښ سره مخ شي.
یادو طبیعي ځنګلونو هر سېمې ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې، خو د هیواد د ځینو سیمو یوشمېر اوسېدونکي د ځنګلونو په ارزښت له پوهېدو پرته د یادو ځنګلونو پرېکولو ته مخه کوي، څو وکولای شي چې په هر موسم کې د سوند توکو او یا د عاید په حیث ورڅخه کار واخلي.
د کونړ د زیاتره ولسوالیو اوسېدونکي چې د سون توکو او د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره د ځنګلونو پرې کولو ته مجبوره شوي دي.
د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالمنان وایې، چې خلکو د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره د ځنګل وهلو ته مخه کړې، ځکه د پېسو د پیدا کېدو لپاره بله چاره نه لري.
نوموړی زیاتوي د ځنګل هغه ونې چې د خلکو له لوري وهل کیږي لرګي یې د پېسو په بدل کې بازار کې په نیمه بیه پلورل کیږي او ځینې یې پاکستان ته قاچاق کیږي.
د هغه په خبره کونړ کې په زر ګونه هکټاره غرنیو سیمو کې ځنګلونه شته خو تېر کې یې، یوه برخه وهل شوې او لرګي یې په کور دننه د بېلایبلو ولایتونو سربېره بهر ته هم قاچاق شوي دي.
عبدالمنان زیاته کړه: «زما په ګډون د ناړۍ زیاتره خلک غره ته ځي او هلته د نښترو، غوزانو او نورې بېلابېلې ځنګلي ونې پرې کوي او بیا یې لرګي په بازار کې پلوري؛ ځلک دا کار له مجبوریت کوي ځکه د پېسو د پیدا کېدو بله چاره نه لري او په دې کار سره ځنګلې ډېرې له منځه تللي دي.»
په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې داسې اندېښنې هم مطرح شوي چې د کونړ ځنګلونه د پاکستان په مرسته وهل کېږي او دغه هېواد ته په غیرې قانوني توګه قاچاق کېږي.
د کونړ ترڅنګ د نورستان اوسېدونکي هم په خپلسري ډول د ځنګلونو پرې کولو ته مخه کړې چې دې چارې په دغه ولایت کې زیاتره ځنګلونه له منځه وړي دي.
د یاد ولایت د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی جمیل وایې، د خلکو له لوري د ځنګلونو د پرې کولو لړۍ په دې وروستیو کې چټکه شوې او دا چاره ډېر کله د شپې لخوا د کلیوالو له لوري په ډله ییزه توګه ترسره کیږي.
د نوموړي په خبره ځایي خلک ښه په دې پوهیږي چې د ځنګلونو قطع کول سره له دې چې چاپېریال ته زیان رسوي او د حیوانانو او الوتونکو ژوند ته هم ګواښ رامنځ ته کوي.
جمیل زیاتوي: «د نورستان په مختلفو سیمو کې د شپې لخوا ځنګلې د خلکو له لوري په ډېرې بې رحمۍ سره پرې کیږي او بیا یې لرګي په قاچاقي ډول په سوداګرو پلورل کیږي، خلک بل روزګار نه لري او همدا ځنګلې د خپلې عاید ښه سرچینه بولي چې لرګي یې د پېسو په بدل کې پلوري.»
په همدې حال کې د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی حامدالله وایې، د ځنګلونو ونې نه یوازې د فقر او بېوزلۍ له امله د خلکو له لوري پرې کیږي، بلکې د ځینو ځایي طالب قومندانانو له لوري هم د ځنګل ونې وهل کیږي چې له امله یې ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وینا هغه لرګي چې د خلکو او قومندانانو له لوري وهل کیږي، د موټرو په وسیله ښار ته انتقالیږي او بیا یې یو من له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پلورل کیږي.
حامدالله زیاته کړه: «ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي ځکه هر سړی په دې هڅه کې دی چې د ځنګل ونې ووهي او بیا یې په بازار کې وپلوري، د ځنګلونو وهل په ښکاره ډول ترسره کیږي په خپله د طالبانو له لوري هم وهل کیږي او بیا په بازار کې د یو من لرګیو بیه ۷۰ افغانۍ ده خو دا قاچاق لرګي بیا له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پلورل کیږي.»
بلخوا د خوست د ځاځيمیدان ولسوالي ډېری سيمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنګلونه پرې شوي، خو اوس د دې ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، له امتیاز پرته په خپلو سيمو کې د قومي تړون له مخې، د ځنګلونو ساتنې لپاره یې، کسان ګومارلي دي.
د ځاځيميدان ولسوالي اوسېدونکي نقیب خان وایې، چې د ځنګلونو د بیا احیا او ساتنې برخو کې تر ډېره خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او همدا لامل دی چې خلک ځنګلونه پرې کوي.
نوموړی له اړوند ادارو غوښتنه کوي، که ورسره تخنیکي او مالي همکاري وکړي، د ځنګل ساتنې برخه کې به يې هڅې نورې هم پیاوړې شي.
هغه وویل: «دلته چې څه ځنګل پاتې دی دا د خلکو په پاملرنه دمره پاتې دی، ځکه په دې وروستیو کې د قومي تړو له مخې دا ځنګلات ساتل کیږي، مونږ پر ځان شپه او ورځ پر ځان يوه کړې، څو خپله ملي شتمني له لاسه ورنهکړو او راتلونکي کې يوه ښه ځنګل داري ولرو.»
د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي میر محمد وویل، ځنګلونه يوه ملي شتمني ده او د ساتنې لپاره يې بايد په ولسي کچه ډېرې هڅې وکړي.
نوموړی ټینګار کوي چې مسوولې ادارې باید د ځنګلونو د خوندېتوب، احیا کولو او د کرنیزې پراختیا لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.
هغه ده راز د ځنګلونو په ساتنه کې ولسي ونډې ترڅنګ عامه پوهاوی هم مهم بولي او په خبره یې که ځایي اوسېدونکي د قومي تړون له مخې د ځنګلونو په وهلو او قاچاق بندیز ولګوي، نو دغه ملي شتمني خوندي پاتې کېدای شي.
میرمحمد زیاتوي: «ځنګلونه زمونږ ملي شتمنۍ ده او په کار ده چې باید ساتنه یې وشي، دلته هم زیاتره خلک له ځنګلونو خپل کورنی عاید پوره کوي خو دا له دې هیواد سره لویه جفا ده په کار ده چې هر څوک د ځنګل ساتنه وکړي او له اړتیا پرته یې ونې پرې نه کړي.»
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، چې په دغه هیواد کې اقلیمي بدلون ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه وړي دي. یاد سازمان زیاته کړې چې دوی د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په زرګونه هکتاره نوي ځنګلونه بيا احيا کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې ځنګلونه د اقتصاد په پرمختګ او د کرنې په وده کې مهم رول لري او کولای شي د سېلابونو، د مضره ګازونو او د خاورې د له منځه تلو مخه ونیسي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د ځنګلونو خوندي ساتل، د ونو کېنول، د طبي بوټو روزل، د کرنیزو ځمکو پراختیا او له طبیعي سرچینو څخه ساتنه د اوبو تامین او اکوسیستم خوندیتوب لپاره مهم دي.