کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني وژل شوی
باوري سرچینې خبر ورکړی چې چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني کابل کې په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې، نوموړی نن(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ) ماسپښين دوه بجې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په داخل کې مسجد ته د تګ پرمهال په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې له نوموړي په چاودنه کې د حقاني د ساتونکو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
خلیل رحمن حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.
تراوسه طالب چارواکو د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د یادې پېښې مسولیت چا منلی دی.