سمنګان کې د ډبرو سکرو په کان کې بند پاتې ۲۲ کسان ژغورل شوي

د سمنګان امنیتي چارواکي وایې چې، د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ۳۵ کاریګرو له ډلې ۲۲ کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
د سمنګان د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند حشمت الله رحماني نن(دوشنبه،۲۶د لېندۍ)وویل، چې هغه ۳۵ کان کینددونکي چې د دره صوف ولسوالۍ اړوند« سفیدخاک» په نامه د ډبرو سکرو په یوه کان بند پاتې وو له ډلې یې ۲۲ کسان ژغورلي او د بند پاتې نورو د ژغورلو هڅې هم روانې دي.
د نوموړي په خبره د ژغورل شوي کسانو روغتیایي وضعیت ښه وو او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال په بدخشان کې د سرو زور یو کان د نړېدو په پېښه کې ۳۰ کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ډبرو سکرو کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې، لامل یې بې احتیاطي او د کان کیندونکو لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتون ښودل شوی دی.