طالبانو په یوه اوونۍ کې د ښځو په ګډون ۴۸ کسان په درو وهلي

طالبانو په یوه اوونۍ کې د ښځو په ګډون ۴۸ کسان په درو وهلي
Photo: MOPVPE

د ار.ام میډیا موند ښيي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې دهیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴ ښځو په ګډون ۴۷ کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د تېر شنبې په ورځ د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په کابل او لغمان کې یې ۲۳ کسان له واده پرته د اړیکو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او غلا په تور په دُرو وهلي دي.

د یادو کسانو له ډلې یې دولس کسان په لغمان کې له واده پرته اړېکو درلودلو او غلا په تور له شپږ میاشتو تر پنځو کالو بند او ۳۹ – ۳۹ دُرو محکوم کړي دي.

دغه راز ۱۱ کسان یې په کابل کې د نشه‌يي توکو لکه «زیکپ»، «تابلیت کا» او چرسو د پېر او پلور په تور له اوو میاشتو تر درېیو کالو حبس محکوم کړي دي.

د همدې اوونۍ د یک شنبې په ورځ سترې محکمې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره خوست کې د ۸ کسانو د مجازات خبر ورکړی و.

 دغې محکمې زیاته کړې، چې د خوست د ښاري محکمې د جزايي دیوان د حکم له مخې دغې ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۸ کسان د «نامشروع اړیکو»، غلا او بېلابېلو جرمونو په تور د خلکو تر مخه په درو وهل شوي دي.

سترې محکمې ویلي چې په پکتیا کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د دوشنبې په ورځ د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ لومړنۍ محکمې هم درېيو کسانو ته د غلا او لواطت په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.

د یادو کسانو له ډلې دوه تورن کسان پر ۳۵ـ ۳۵ درو او درېيم کس پر ۳۰ دور تعزیري سزا محکوم شوي وو.

دغه راز د چهارشنبې په ورځ د غزني په مقر ولسوالۍ او دغه راز په سرپل ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دولس کسان عام محضر کې په درو وهل شوي او م په تنیذي بند محکوم شوي دي.

 تېره اوونۍ هم د د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۵۳ کسان د بېلابېلو جرمونو تورن کسان په درو وهل شوي وو.

 که څه هم نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او د حقوقي چارو کارپوهانو مدافع وکیل او قانوني محکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازات کول غندلي او دا یې له بشري حقونو سره ټکر بللی، خو طالبانو دغه غبرګونونو ته توجه نه ده کړې او د خپل مشر د فرمانونو پر اساس په عام محضر کې په درو د خلکو وهل او قصاص پلي کوي.

د بشري حقونو فعالان د طالبانو دغه کړنې «ظالمانه» بولي او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د «طالبانو د ظلم» پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.