یونیسف: په تېر یو کال کې د ناچاوده توکو د چاودنو له کبله ۵۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یونیسف: په تېر یو کال کې د ناچاوده توکو د چاودنو له کبله ۵۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
UNICEF Logo

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د جګړې د پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې تېر کال یې شاوخوا درې میلیونه ماشومانو او د هغوی پالوونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکړې ده.

له دې څو ورځې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې بیا په خپل راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۴۵۵ کسان د چاودیدونکو توکو د خطرونو سره تړلو پېښو کې مړه او ټپيان شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې په روان کال کې یې په افغانستان کې د چاودیدونکو موادو له خطرونو سره تړلې ۲۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

یادې کمېټې ویلي، چې افغانستان لاهم د چاودیدونکو توکو پر وړاندې یو له متضررو هېوادونو څخه دی.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ځمکه په ماینونو او چاودیدونکو موادو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې درې میلیونه خلک له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودیدونکو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.