ایران د یو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړی

ایران د یو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړی
Image: Hengaw

د حال وش په نامه د بشری حقونو سازمان خبر ورکړی چې، د ایران حکومت د مشهد ښار په مرکزي زندان کې د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام شوي دي.

یاد سازمان(سه شنبه،د لړم۱۵مه)د یوې راپور په خپرولو سره ویلي چې، د اعدام شویو کسانو په ډله کې د سیستان او بلوچستان ولایتونو اوسېدونکي او یو افغان وګړی هم شامل دی چې د ایران د حکومت له خوا د نشه ‎يي توکو او نورو قضیو کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

په راپور کې د څلورو اعدام شویو کسانو هویت په ډاګه شوې چې په کې ظاهر صفري د افغانستان تبعه دى.

له دې څه موده وړاندې د ایران د بشري حقونو سازمان«هه نګاو»په یو راپور کې ویلي وو چې، په تېرو لسو میاشتو کې د ایران په قزل الحصار، کرج، قم مرکزي زندان، د شیراز مرکزي زندان، مشهد زندان او د د دغه هیواد په نورو زندانونو کې ۴۹ افغانان اعدام شوي دي