طالبانو په فاریاب کې یو کس په دُرو وهلی
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په فاریاب ولایت ولایت کې یو کس په دُرو وهلی دی.
د یادې محکمې څخه(چهارشنبه،۱۴د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کس یې د فاریاب په«پښتونکوټ»ولسوالۍ کې د نامشروع په تور ۳۹ دُرې وهلی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد کس یې دغه راز پر درېیو کالو بند هم محکوم کړی دی.
له دې یوه ورځ وړاندې په خوست ولایت کې هم طالبان د مختلفو جرمونو په تور شپږ کسان هم عام محضر کې په درو وهلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد خبر ورکړی چې، په وروستۍ یوه میاشت کې، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پر څه باندې ۸۰ تنو تعزیري حکمونو اجرا کړي دي.
هغه وايي چې، دغه حکمونه په ننګرهار، تخار، میدان وردګ، کابل، پروان، جوزجان، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې پر مجرمینو اجرا شوي دي.
د طالبانو له خوا تورنو ته بدني سزاوې له ګڼو کورنیو او نړیوالو غبرګونونه سره ملې دي.