پر افغانستان د پاکستان بمبارۍ کې د ۶۰۰ کسانو مرګ ژوبله
پاکستان د خپلو هوایي بریدونو پر دوام د سې شنبې په شپه د افغانستان پلازمېنې کابل، کونړ او ننګرهار ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې دي.
طالبانو په رسمي ډول یاد بریدونه تایید کړي او زیاته کړې یې ده، چې پاکستاني جېټ الوتکو د کابل د څرخي پله په سیمه کې د «امید» په نوم د روږدو د درملنې، ۲ زره بستریز روغتون په نښه کړې او په پایله کې یې لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د مالوماتو له مخې په دې مرکز کې نږدې ۲۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې وو، خو له بمبارۍ وروسته د روغتون ډېری برخې ویجاړې شوې او د زیاترو قربانیانو جسدونه په ايرو بدل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پېښې په ځای کې د ژغورنې ډلې لاهم په عملیاتو بوختې دي او هڅه کوي ټپیان او مړي له خاورو راوباسي او ښايي د مرګژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.
د بمباري شوي روغتون مخې ته غمځپلې کورنۍ پخپلو ورکو عزيزانو پسې ګرځي، چې د ځینو یې کورنۍ پیدا او د زیاترو یې خپلو خپلوان چې په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې وو، تري تم دي.
عیني شاهدانو ویلي، د روږدو پر یاد مرکز له بریدونو وروسته په سیمه کې پراخه ویجاړي او اور لګېدنه رامنځته شوې، ولسي خلکو دا بمبار بېساری بللی او ویلي یې دي چې خلک سخت وېرېدلي او اندېښمن شوي دي.
دغه راز د پاکستان جېټ الوتکو تر کابل وروسته د ننګرهار او کونړ یو شمېر ولسوالۍ هم بمبار کړې دي.
د سرچینو په وینا، چې دا بمبارۍ د ننګرهار هوایي ډګر، خوږیاڼو، اچین، شینوارو او کرښې ته نږدې ولسوالیو کې شوې، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان دا بریدونو هممهاله، په کور دننه او په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوي او دا بریدونه یې «جنګي جنایت» ګڼلی دی.