خاموشه سندرغاړي؛ د طالبانو تر سیوري لاندې د محلي هنرمندانو ژوند
له هغې راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ترلاسه کړ، په افغانستان کې د موسیقۍ او هنري فعالیتونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه وضع شوي دي. ډیری محلي هنرمندان د خپلو کورنیو د ژوند د چلولو لپاره اړ شوي چې خپل مسلک بدل کړي یا له هېواده ووځي.
میرولي همت، د ننگرهار محلي سندرغاړي مخکې له دې چې موسیقي په خوښیو مراسمو کې منع شي، سندرې ویلې او د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ د ژوند لګښت یې له دې لارې پوره کاوه. د هغه په وینا، د طالبانو له لوري د موسیقۍ د بندیز وروسته ډیری هنرمندان له هېواده وتلي، او هغه کسان چې پاتې دي، خپل د موسیقي وسایل لکه رباب او منګي پرېښي او په روزۍ ګټلو پسې لالهانده دي.
نوموړی اوس په جلال اباد ښار کې په مزدورۍ ریکشه چلوي او هره ورځ خپلې یوولس کسېزې کورنۍ ته د روزۍ پیدا کولو په هڅه کې وي وایي: «د طالبانو له حکومت مخکې به خلکو موږ ته د خوښیو په مراسمو کې بلنه راکوله او په هر پروګرام کې تر لس زرو افغانیو پورې مزدوري به مو ترلاسه کوله. اوس هر څه ممنوع شوي او زموږ کار له منځه تللی، اوس ورځ او شپه د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ګرځم.»
شمس پردېس د لغمان نوموتی محلي سندرغاړی دی له تېرو لسو کالونو راهیسې یې محلي موسیقۍ ته مخه کړې او د سندرو ویلو تر څنګ سیتار هم غږوي. هغه وایي، پر موسیقۍ د طالبانو له بندیز وروسته یې د سندرو ویلو په هیڅ پروګرام کې ګډون نه دی کړی او خپلې هنري فعالیتونه یې ودرولې دي.
هغه زیاتوي: «د طالبانو له راتګ وروسته ما په هیڅ پروګرام کې بیا سندرې نه دي ویلي، هڅه مې ډېره کړې چې د سندرو ویلو هنر هېر کړم خو نه یم توانېدلی، کله نا کله په کور کې یوازې د ځان سره زمزمه کوم ترڅو د هنر تنده مې ماته شي.»
پردیس اوس په مهترلام ښار کې د سبزیجاتو په پلورلو د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د ژوند لګښت پوره کوي او وایي، ورځنۍ عواید یې په اوسط ډول یوازې ۱۵۰ افغانی دي.
هغه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ډیری محلي هنرمندان له هېواده وتلي او هغه هم د نورو په څېر د وتلو هڅه کوي، ځکه چې د هغه په وینا، د هنرمندانو ژوند په افغانستان کې ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
پردیس زیاتوي: «څو ځلې مې هڅه وکړه چې ترکیې یا اروپایي هېوادونو ته ولاړ شم، خو بریالی نشوم. دلته اقتصادي ستونزې ډېرې دي، او کله ناکله حتی د خپلې ناروغ میرمنې او یا د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره کافي پیسې نه لرو.»
نقیب نجرابي، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ محلي سندرغاړی دی وایي، د طالبانو له راتلو سره چې په هنر او موسیقۍ بندېز ولګول شو، هغه هم هنري فعالیتونه پرېښي اوس د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ټکسي چلوي او له دې لارې خپله کورنۍ ساتي.
نجرابي زیاتوي چې طالبانو یو ځل هغه د پټو سندرو ویلو له امله نیولی او شکنجه کړی یې دی: «طالبانو یو ځل د پټو سندرو ویلو له امله بندي کړی وم او بیا یې زما د موسیقي وسایل لکه باجه، رباب او سیتار له کور څخه ترلاسه او مات یې کړل، زه یې هم شکنجه کړم او وروسته یې په ضمانت له بنده خوشې کړم په دې شرط چې بیا به سندرې نه وایم.»
هغه وایي چې اوس په ټکسي موټر کې کله نا کله خپلې او د نورو هنرمندانو سندرې اوري او دا یوازینی لاره ده چې له هنر او موسیقۍ سره یې اړیکه وساتي. نجرابي له طالبانو غواړي چې لږ تر لږه محلي موسیقي ته اجازه ورکړي، ځکه د هغه په وینا دا د افغانستان د کلتور برخه ده او باید له منځه لاړه نه شي.
یو شمېر افغان فرهنګي فعالان هم له طالبانو غواړي چې د هنرمندانو ژوند ته پام وکړي او د هنري او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه رامنځته نه کړي.
فرهنګي فعال محمد نعیم فریاد وایي: «له هغه راهیسې چې طالبان موسیقي ممنوعه کړې، د خوښیو مراسم پیکه شوي طالبان د خلکو دا ازادي اخیستې، په ډېرو سیمو کې، د ودونو او خوښیو پر مهال، طالبانو خلک د موسیقۍ غږولو له امله ووهل دا وضعیت د خلکو لپاره د منلو نه دی.»
هغه ټینګار کوي چې د موسیقۍ بندیز نه یوازې هنرمندان د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، بلکه عادي خلک هم د پخوا په څېر د خوښیو مراسم په ساز او سردو نشي لمانځلی.
طالبان موسیقي غږول او اورېدل حرام بولي او په تېرو میاشتو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې پر موسیقۍ غږولو سخت بندیزونه لګولي او په ځینو سیمو کې د موسیقي وسایل راټول او سوځول شوي دي. دې اقداماتو ډیری محلي هنرمندان اړ کړي چې یا له هېواده ووځي یا د ژوند د تأمین لپاره بدیل فعالیتونه پیل کړي.
د خلکو د خوندیتوب لپاره، په دې راپور کې مستعار نومونه کارول شوي دي.*