ملګري ملتونه: د افغان ښځو له ماناداره ګډون پرته پرمختګ ناممکن دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر عمومي رییس ټام فلیچر وایې، چې د افغان نجونو له زده کړو او مانادار بشپړ ګډون پرته پرمختګ ناممکن نه دی.
نوموړي یادې څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کړي او زیاته کړې یې ده، چې افغان ښځو ته باید د کار کولو حق ورکړل او دغه راز پر نجونو د زده کړو بندیزونه دې لرې شي څو دوی خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یوه نظر پوښتنه ښيي، چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو او بندیزونو سره، له ۷۰ سلنه زیاتو ښځو بشرپاله مرستو ته لاسرسی ستونزمن دی.
دې راپور کې د بشري مرستو ترلاسه کولو، کار، زده کړو او سفر بندیزونو په اړه له پاکستانه د ستنېدونکو افغان ښځو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې، چې د طالبانو له لوري به له سختو بندیزونو سره مخ شي.
افغان ښځې ټینګار کړی چې د ښځو اړتیاوې باید د ښځینه وو په مشرۍ د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د بشرپالو مرستو په پروګرامونو کې لومړیتوب ولري.
د دوی په خبره افغان ښځې تر بل هر وخت د اوس لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره باید یوازې پرېنښودل شي.
د طالبانو له حاکمیت سره د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او طبي زده کړو وروستۍ دروازې هم تړل شوې دي، چې د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره په بحراني وضعیت بدلېدی شي.