ننګرهار کې له عام ولس د طالبانو باجګیري

د ګلبدین په نامه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې دا مهال د همدې ولسوالۍ په روغتون کې څوکېدار دی، هغه ادعا کوي چې د یادې ولسوالۍ د روغتون مسول زینت الله ترې د قلنګ او باجګیرۍ په نامه پېسې اخلي.
د نوموړي ویډیو په خواله رسنیو خپره شوې چې په کې هغه ژړا او فرياد کوي، چې د مزدورۍ راټولې کړې پيسې ترې د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون مسوول اخلي.
تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم په دغه ولایت یو شمېر سوداګرو ادعا کړې وه، چې طالبان ترې د باج په توګه هره میاشت پېسې اخلي او که ور یې نه کړي په مرګ یې ګواښي.