د طالبانو له لوري اجباري ودونه: غور کې یوې نجلۍ د جبر واده له امله ځان وژنه کړې

په غور کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یوې نجلۍ د یوه طالب سره د اجباري واده له امله ځان وژنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې د محمد رحماني په نامه یو ځایي قومندان غوښتل چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اړوند په «درزآب» کلي کې د عابدې په نامه یوه نجلۍ په اجباري ډول خپل ورور محمد عظیم ته په نکاح کړي، چې نجلې له همدې وېرې پر ځان تیل اړولي او ځان ته یې اور ورته کړی او مړه شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد طالب وسله وال د عابدې پلار محمد اعلم او هغې ورور نیولي او په یو مسجد کې یې بندیان کړي دي.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم تائید کړې چې د عابدې په نامه نجلۍ له یو طالب سره د اجباري نکاح له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا د یادې نجلۍ پلار او ورور له دې نکاح انکار کړی و، خو طالبانو په جبري ډول غوښتل چې یاده نجلۍ واده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله تازه د یو فرمان په صادرولو سره اجباري ودونه ناروا عمل ګنلی او د نجونو رضا یې په نکاح کې اساسي شرط بولي.
له دې څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي و، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پنځه زره اجباري نکاح ګانو مخنیوی کړی دی.
د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر ژوند د فشارونو او اجباري ودونو له امله ډیر کله ښځې ځان وژنې ته اړېستل کیږي.
د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې نجونو او مېرمنو ته تر ډېره د دوی د ژوند اړوند پرېکړو کې واک نهورکول کېږي، د نورو مهمو پرېکړو ترڅنګ، ډېرې نجونې پرته له دې چې له دوی وپوښتل شي، په واده ورکول کېږي.