امربالمروف وزارت په مختلفو ولایتونو کې یوولس کوډګر نیولي

امربالمروف وزارت په مختلفو ولایتونو کې یوولس کوډګر نیولي
Image: MOPVPE

د طالبان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې، محتبسینو یې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه کوډګر او تعویزګر نیولي دي.

د یاد وزارت څخه(شنبه،د لېندۍ۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد تعویذګر او کوډګر د امربالمعروف وزارت د محتسبانو له لوري په غزني، دایکنډي، بلخ او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم دغه وزارت په کابل،غزني او نورو ولایتونو کې د ګڼ شمیر تعویذګرو د نیول کیدو خبر ورکړی و.

د طالبانو امربالمروف و نهې عن المنکر وزارت اعلان کړی چې په ټول هیواد کې هیڅوک حق نه لري چې د تعویذ لیکنې او کوډګرۍ وکړي.

له دې وړاندې د امربالمروف وزارت مسوولانو ویلي وو، چې تېرکال یې، په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸  الې سوځولي او ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر یې، نیولي دي.

خو عام خلک بیا وایې چې زیاتره تعویذګر په خپله د مسجدونو ملا امان او یا د طالبانو د ډلې غړي دي.