دوه افغان ښځو نړیوالې جایزې ګټلي
1.
د نیلا ابراهیمي په نامه یوه ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ د ښځو او نجونوحقونو د دفاع له کبله د ماشومانو د ۲۰۲۴م کال د سولې ۲۰مه نړیواله جایزه ګټلې ده.
د ماشومانو د حقونو بنسټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ابراهیمي ته یاده جایزه(سه شنبه،د لړم۲۹مه) د هالنډ په مرکز امستردام کي ورکړل شوې ده.
اعلامیه کې ویل شوي چې نیلا ابراهیمي ته دا جایزه د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې توکل کرمان له خوا ورکړل شوې ده.
اعلامېې زیاته کړې چې ابراهیمي له ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې هغې ته دا جایزه د موسیقۍ له لارې د اعتراضي غورځنګ د مشرۍ او د افغان نجونو د حقونو ملاتړ له کبله ورکړل شوې ده.
ابراهیمي د پخواني جمهوري حکومت په وروستیو کي په کابل کي د نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره یو اعتراضي سندره ثبت کړه چي په ټولنیزو رسنیو کي ډېر مشهوره سوه.
دا سندره د هغه وخت د افغان حکومت د پرېکړي په وړاندي د هغې غبرګون و، چي په عامه ځایونو کي یې د نجونو له سندرو ویلو څخه منع کړي وې.
په ورته مهال د افغان ښځو د حقونو یوې بلې مدافعې فعالې ژولیا پارسي ته هم د« مارټین اینالز»په نوم د بشري حقونو یوه مدافع بنسټ له لوري د ۲۰۲۴م کال د بشري حقونو د مدافعانو د جایزې ګټونکې اعلان کړه.
ژولیا پارسي چې په خپله یوه ښځينه ښوونکې ده خو د فریډم نو موسسې لهخوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.
نوموړې پر طالبانو د سختو نیوکو او اعتراضونو له کبله د طالبانو له لوري درې میاشتې په زندان کې وه چې وروسته بیا خوشې وه.
افغان ښځو ته داسې مهال نړیوالې جایزې ورکول کیږي چې په هیواد کې پر افغان نجونو طالبانو د زده کړو بندیز لګولی او پر دوی دا محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.