په افغانستان کې د نړیوالو موسساتو پر بندیز د هبت الله ټینګار
یو شمیر سرچینو ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله هڅه کوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو موسساتو پر فعالیت بندیزونه ولګوي.
د سرچینو دمالوماتو له مخې نوموړي په دې اړه کندهار کې د ټولو ولایتونو له طالب چارواکو، دیني عالمانو او نورو قشرونو سره په دې اړه بحث او خبرې کړي خو تر ډیره یې هڅه دا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو موسساتو فعالیت ودروي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې اوسمهال په کندهار کې زیاتره بهرنیو موسساتو خپل فعالیت درولی او کار کوونکي یې رخصت شوي دي.
سرچینه زیاتوي هبت الله بهرنۍ موسسې پر چاسوسۍ تورنې کړي او امر یې کړی، چې د یادو موسساتو پروژې دې کورنیو بنسټونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې ګڼ نور بنسټونه هم په بېلابېلو بهانو تړلي او کارکوونکي یې په کور شوي دي.