۱۲ کاله په خطر کې: د ماین پاکونکي کیسه چې د نورو ژوند ژغوري

۱۲ کاله په خطر کې: د ماین پاکونکي کیسه چې د نورو ژوند ژغوري
Photo: Halo Trust

د کونړ اوسېدونکی عطالله ساپی هره ورځ له کوره راوځي ترڅو هغو کسانو سره چې د جګړې د پاتې شوي ماینونو د چاودېدو له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، څو دوی له کوره بهر کېدو وروسته هم بېرته وکولی شي چې خپلو کورونو ته راستانه شي.

هغه کلونه کیږي چې د ماین پاکۍ په یوه موسسه کې دنده لري، خوشحاله دی چې کولی شي نور خلک له مرګه وژغوري، خو هغه پخپله بیا هره ورځ دا وېره لري چې وروسته له دې چې د دندې په موخه له کوره بهر وځي، و به نه توانیږي چې بېرته خپل کور ته راستون شي.

هغه د خپلې دندې پرمهال د نورو د ژوند ژغورلو لپاره خپله یوه پښه له لاسه ورکړې، خو لاهم دندې ته دوام ورکوي او وایې، موخه یې د نورو د ژوند ژغورل دي.

ساپی زیاتوي:«نږدې دولس کلونه کیږي چې د «اومر» په نوم له یوې ماین پاکۍ موسسې سره دنده لرم ما په میدان وردګو ولایت کې د یو ماین د شنډولو پرمهال خپله پښه له لاسه ورکړې، خو هلته دې مې د همدې ماین په شنډولو سره د لسګونه نورو کسانو ژوند ژغورلی؛ زه لاهم خپلې دندې ته ژمن یم او د ژوند تر اخیري سلګۍ به خپلو هیوادوالو ته خدمت کوم.»

د هغه په وینا، د جګړو له امله د هېواد یوه لویه برخه ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده چې دا مسئله د خلکو، په ځانګړې توګه کوچیانو او مالدارانو لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هره ورځ د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله د ډېری افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي او قرباني ورکوي. ده وویل، د ماینونو او ناچاوده توکو ډېری قربانیان ماشومان دي، نو د عامه پوهاوي ورکولو برخې ته باید جدي پام وشي.

د هغه په وینا د خپل اووه کسیز ټیم څخه یې ډېر کله همکاران د دندې پرمهال همدی د ماین د شنډولو لپاره انتخابوي، ځکه دی د همکارانو ترمنځ په «زړور» مشهور دی.

عطاالله ساپی چې ۳۹ کاله عمر لري او د خپل ژوند نیمایي برخه یې د هېواد په غرونو او دښتو کې د ماینونو په پاکولو کې تېره کړې وايي، مرګ په خپلو سترګو ویني او په خپلو لاسونو یې خاموشوي.

هغه وویل:«زما دنده سم له مرګ سره لوبې کول دي ځکه د ماین شنډول دومره اسانه کار نه دی، د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې مې دنده ترسره کړې او ډېری ناچاوده توکي مو له منځه وړي دي خو بده خاطره له میدان وردګ ولایت لرم ځکه هلته مې ماین یوه پښه له منځه وړې.»

 د نوموړي په وینا ډېر کله چې د دندې پرمهال له ناچاودو توکو سره مخ کیږي، پر ټنډه یې خولې را ماتې شي او وېره یې په مخ کې څرګندیږي. هغه او همکاران یې هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي، ترڅو عام خلک په ارامه فضا کې د ژوند چارې مخ ته یوسي.

ساپی زیاتوي هغه چاودیدونکي توکي چې دوی یې د دندې پرمهال ترلاسه کوي د ساحې یوې جلا سیمې ته وړي او بیا چاودنه ورکوي. هغه د ناچاودو مهماتو او ماینونو د چاودنې د مخنیوي لپاره له کورنیو غوښتنه کوي چې هغو سیمو ته نږدې نشي چې د خطر نښې پکې لیدل کیږي.

هغه زیاته کړه:«ماین پاکۍ مسلک له خطرونو ډک دی او زیاتره همکارانو مو د همدې ماینونو د شنډولو پرمهال له لاسه ورکړي، خو هغوی اتلان دي ځکه د نورو ژوند ژغورلو لپاره یې قرباني ورکړې.»

 د ننګرهار کامې ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الحق چې شپږ میاشتې وړاندې له پاکستان راستون شوی وایې، تېره اوونۍ یې خپل زوی له جګړې څخه د پاتې‌ ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه د ماین پاکۍ له موسساتو غواړي هغه سیمې چې له جګړو څخه په پاتې شویو ماینونو او مهماتو ککړې دي، پاکې کړي.

فضل الحق زیاته کړه:«دا تېره اوونۍ مې یو لس کلن زوی بم پیدا کړی و او بیا یې ورسره لوبې کولې چې د همدې لوبو پرمهال یې چاودنه وکړه، د شکېب په نوم یو زوی مې ووژل شو او یوه لور او یو بل زوی مې ټپیان شول چې لاهم روغتون دي، باید خلکو ته د ماینونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.»

 بلخوا د طالبانو تر ولکې لاندې د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام ریاست مسوولان وایې، د افغانستان ۱۱۵۰ کیلومتره مربع ځمکه په ناچاودو توکو ککړه ده او دا ناچاوده ماینونه هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ افغانان وژني.

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا له دې مخکې ویلي و، چې هره میاشت ۱۱۰ افغانان چې ډېری یې ماشومان دي، له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو قرباني کېږي.