(UNDP): د ښځینه مرستدویانو کموالي زلزله ځپلو ته د بشري مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی

(UNDP): د ښځینه مرستدویانو کموالي زلزله ځپلو ته د بشري مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) وایې، چې د افغنستان په ختیځ کونړ ولایت کې زلزله ځپلې کورنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ اوسمهال تربل هر وخت لاسنیوي ته اړتیا لري، خو د ښځینه مرستندویانو د کمښت له امله نشي کولای پر وخت پر یادو زیانمنو شویو کورونیو بشري مرستې وویشي.

(UNDP) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه او د دندو د فرصتونو کمښت، د ښځینه کارکوونکو پراخ حضور د مرستو په عملیاتو کې له ستونزو سره مخ کړی.

په راپور کې راغلي چې زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو ونډه د زیانمنو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د مرستې په رسولو کې حیاتي ګڼل کېږي، خو اوسمهال دا چاره ټکنۍ شوې ده.

په راپور کې دغه راز اندېښنه ښودل شوې چې زرګونه کورنۍ په زلزله‌ ځپلو سیمو کې د مناسب سرپناه او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره د لوږې او ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي او که چېرې طالبان ښځینه مرستندویه ډلو ته د زلزله ځپلو سیمو ته د تګ اجازه ورنه کړي، بې سرپرسته او زیانمنې شوې کورنۍ ته د مرستو بهیر به له جدي خنډونو سره مخ شي.

(UNDP) په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه مرستندویانو شمېر لا هم ډېر کم دی او لامل د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه دي، چې له کبله کال په کال په روغتیایي او نورو برخو کې د ښځو کمښت احساسېږي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان په ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د مرګونو زلزلو پرمهال ښځینه مرستندویه ځپل شویو سیمو ته له تګ منع کړې وې، خو وروسته یې د زیاتو نیوکو په غبرګون کې د ځېنو شرایطو له مخې د کار محدوده اجازه ورکړې وه.