په افغانستان کې د کوژده شویو نجونو لپاره د نوروز ډالۍ دود ته یوه کتنه

په افغانستان کې د کوژده شویو نجونو لپاره د نوروز ډالۍ دود ته یوه کتنه
1 / 8

1. په افغانستان کې د کوژده شویو نجونو لپاره د نوروز ډالۍ دود ته یوه کتنه

نوروز چې د نامزادونو د ورځې په نوم هم یادیږي د دې ورځې په رارسېدو سره نامزادان د خسر له کورنۍ څخه دوی ته د نوروزي ډالیو د استول کېدو لپاره شېبې شمېري.

د لغمان اوسېدونکي ذاهد الله پنځه میاشتې مخکې کوژده کړې، هغه له نورو څو ورځې وړاندې د نوروزي ډالۍ په توګه ځینې توکي د خپلې نامزدادې (مېرمن) کور ته وراستولي دي.

زاهدالله وویل:«د هرې سیمې رواج توپير کوي په لغمان کې دا رواج دی، چې نامزاد باید د نوي کال په لومړۍ ورځ خپلې نامزادې ته ډالۍ واخلي، مثلآ وچه مېوه، تازه مېوه، جامې او نور اړین توکي وي.»

په نوروزي ډالیو کې تر ډیره د نجونو د سینګار توکي، لباسونه، وچه مېوه، غوښه، وریجې او ځېنې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وي.

د کونړ اوسېدونکی طاهر ساپی وایې، چې آن ځېنې کسان په نورزي ډالۍ کې خپلې نامزادې ته د سرو زرو ترڅنګ نو قیمتي شیان هم ډالۍ کوي.

هغه زیاته کړه:«کونړ کې هم د نوروز په ورځ نامزادان خپل خسر کره ورځي او خپلې نامزادې ته کالي، مبایل، وچه مېوه، تازه مېوه او نور قیمتي شیان ډالۍ کوي او دا ورځ د ژوند لپاره یوه نیمکمرغه ورځ بولي؛ دغه شان د خسر له کورنۍ هم خپل زوم ته ډالۍ ورکول کیږي.»

د هغه په خبره د نورزي وړل نه یوازې د خپلوانو د کورنیو ترمنځ خفګان له منځه وړي بلکې د مېرمنې او خاوند په ګډ ژوند هم مثبت تاثیر لرلی شي.

فرهنګي فعال سیداکرام افغان دا حتمي نه بولي چې په نوروز کې باید قیمتي ډآلۍ ناوې او زوم ته ورکړل شي بلکې مهمه دا ده، چې د نوروزي په پلمه د نامزادانو کورنۍ خوشاله اوسي.

سیداکرام افغان وویل:«په نوروز کې مهمه خبره داده چې یو څه باید د ډالۍ په شکل نامزادان یو بل ته ورکړي، دا باید د خپلې وسې مطابق وي ځکه په دې سره د دواړو کورنیو ترمنځ اړېکه ښه کیږي.»

د نورزي وړل د افغانستان له ډیرو لرغونو دودونو څخه دی چې په ځينو ولایتونو کې له نوروز څخه څو ورځې مخکې او په ځینو سیمو کې د نوروز په ورځو کې پالل کیږي.

بعد