افغانستان کې د قره‌قل صنعت مخ په ورکېدو دی

افغانستان کې د قره‌قل صنعت مخ په ورکېدو دی
Photo: RM Media

په افغانستان کې د قره‌قل خولۍ جوړونې صنعت چې یو وخت د هویت او کلتوري درناوي نښه وه، اوس د جدي ګواښ سره مخ دی. د دې خولیو جوړوونکي وايي چې د دې صنعت بازار په تېرو وختونو کې ډېر ښه و، خو په وروستیو کلونو کې شاوخوا ۹۰ سلنه صنعت کارانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.

محمد سلیم، چې ۵۸ کلن دی او د کابل د قره‌قل خولیو له زړو جوړوونکو څخه دی، وايي چې یوه وخت په کابل کې سلګونه دوکانونه یوازې د دې خولیو د خرڅلاو لپاره وو، خو اوس یې د ګوتو په شمېر پاتې دی. هغه وايي: «پخوا خلک قره‌قل خولۍ هم د خپلې کلتوري هویت د ساتلو لپاره او هم د ډالۍ په توګه کارولې. خو اوس څوک حتا دې خولۍ ته پام نه کوي؛ سره له دې زه هڅه کوم چې دا صنعت ژوندی وساتم.»

د قره‌قل د کمې علاقې یو اصلي دلیل د ځوانانو ذوق او د فېشن بدلون او د اصیل کلتور ته کم‌پاملرنه ده. شاه آغا طیب، فرهنګي فعال، وايي: «په وروستیو کلونو کې کلتوري یرغل او د بهرنیو کلتورونو اغېز ددې سبب شوی چې ځوان نسل له خپل فرهنګي هویت څخه ناخبره شي. دا موضوع نه یوازې د خرڅلاو کمښت سبب شوې، بلکې د دودیزو هنرونو هېرېدلو ته هم لار هواروي.»

سربېره پر دې، اقتصادي ستونزې او د مشتریانو کمښت هم د تولید په کمښت کې مهم رول لري. محمد سلیم وايي: «پخوا نه یوازې په افغانستان کې، بلکه په منځنۍ اسیا کې هم ډېر مینوال درلودل. اوس داخلي بازار کوچنی شوی او صادرات هم د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله محدود شوي دي.»

د تاریخي مالوماتو پر اساس په افغانستان کې د قره‌قل خولۍ جوړول او پرسرول د امیر حبیب‌الله خان د واکمنۍ پورې رسېږي. دغه خولۍ نه یوازې د ورځني ژوند لپاره کارېدلې، بلکې په رسمي مراسمو او ودونو کې هم پر سر کېدې. د قره‌قل پوستکی چې د نوی زیږېدلي پسونو څخه ترلاسه کېږي، ډېر ارزښتناک دی او افغان تاجران هر پوستکی د ۵ تر ۱۰ ډالرو په منځ کې اخلي. دا صنعت په تېرو وختونو کې د هېواد یوه مهمه عایداتي سرچینه وه، خو اوس د بې‌پاملرنې او نامساعده شرایطو له امله د له منځه تللو په خطر کې دی.

فرهنګي فعالان ټینګار کوي چې که ځوان نسل د خپل کلتور په اړه بې‌توجه پاتې شي د دویز او لاسي صنعت ملاتړ ونه شي، د افغانستان فرهنګي میراث چې قره‌قل یې یوه نښه ده، ښايي دایمي له منځه ولاړ شي.