د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي واحد الله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي واحد الله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه
Wahedullah Nazhand

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي واحدالله نژند خپل تاجکستاني سیال « شوخ نظروف» ته ماتې ورکړه او د دې سیالۍ ګټونکی شو.

واحدالله نژند وتوانېده چې د خپل سیال پر وړاندې لوبه کې د دوهم رونډ په جریان کې هغه په فني ضربه مات کړي او ددې سیالۍ بریال یې خپله کړه.

نژند که څه په دې سیالۍ کې په شدت سره ژوبل شوی و، خو بیا یې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او د خپلو ګټلو سیالیو شمېر یې لسو ته ورساوه. دغه سیالۍ د جرمني په هامبورګ ښار کې د «اوکتاګون» سازمان تر چتر لاندې ترسره شوې. 

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی واحدالله نژند ۳۱ کلن دی او په ۱۲ ترسره شویو سیالیو کې یې ۱۰ ګټلي او په اوکتاګون سازمان کې یې دا درېیمه بریا ده چې خپله یې کړه.

له دې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ازادو سیالیو یو بل لوبغاړي احمد ولي هوتک هم د بلاروس په پلازمینه «مینسک» کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړې وه.