لغمان کې ۲۷ نوې لرغونې سېمې تثبیت شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو په لغمان ولایت کې د ۲۷ نوېو لرغونو سیمو د ثبت خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت لپاره طالب ویاند حبیب الله غفران وایې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه پلاوي په همکاري د مرکز مهترلام په ګډون قرغیو، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې ثبت شوې دي.
د غفران د مالوماتو له مخې دغه لرغونې سیمې له اسلام دورې څخه وړاندې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.
غفران زیاته کړه:«د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه پلاوي د لغمان په مرکز مهترلام کې ۵، الینګار کې ۱۴، الیشنګ ۵ او دغه راز په قرغیو ولسوالۍ کې هم تثبیت او راجستر شوي دي، دا ډیرې لرغرنې سیمې دي چې د بواییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.»
د هغه په خبره هڅه کوي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې لرغونې سیمې او ابدې بیا ورغوي او په دې برخه کې د ولسي خلکو همکاري مهمه بولي.
بلخوا د لغمان یو شمېر اوسېدونکي وایې، چې په دغه ولایت کې لرغونې آبدې او تاریخي سیمې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د لغمان اوسېدونکی او فرهنګي فعال داد محمد بېنوا وایې، په مرکز د سراج کلا، مهترلام بابا زیارت او ګڼې نورې هغه تاریخي سیمې دي، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري او که چېرې دغو سیمو ته پام ونهشي ډېر ژر به له منځه ولاړې شي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دغو تاریخي سیمو بیارغونې او ساتنې لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
بېنوا زیاتوي:«لغمان کې زیاتې تاریخي سېمې شته چې بیارغونې او پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه دا په تېرو جنګونو کې زیانمنې شوي او لازمه ده چې باید بیاورغول شي او ساتنه یې وشي.»
د فرهنګي فعالانو په وینا په مرکز او یوشمېر ولسوالیو ډېری تاریخي سیمې غصب شوي او که چېرې دولت په دې اړه عملي اقدام ونهکړي دغه تاریخي سیمې به ونړېږي.
دوی زیاته کړه چې ځینې دغه سیمې د جګړو له امله زیانمنې شوي او ځینې یې هم د خلکو لهخوا په خپلسري توګه راسپړل شوي دي.
په همدې حال ک د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالنور رسولي وایې، چې په دغه ولایت کې یې د تاریخي سیمو او لرغونو آبدو د تثبیت لړۍ پیل کړې ده.
هغه همداراز وايي، د تاریخي سیمو د ساتنې او بیارغونې په اړه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» سره خبرې کړي او هڅه کوي چې دغه تاریخي سیمې بیاورغول شي.
رسولي زیاتوي:«لغمان کې ځېنې تاریخي سیمې شته چې غصب شوي او یا لرغونې آبدې د تخریب له ګواښ سره مخ دي، د دې مخنیوي او بیارغونې لپاره پلان لرو چې دا ستونزه به حل شي.»
د یادونې وړ ده چې د هېواد نورو ولایتونو کې هم یوشمېر تاریخي سیمې شته چې د نړېدو له خطر سره مخ دي او یا هم د خلکو لهخوا غصب شوي چې د فرهنګ پالانو اندېښنې یې راپورته کړي دي.