افغانستان کې د سېلابونو له امله ۵ تنه مړه او ۸ کسان نور ټپیان شوي

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر څو ورځو سختو بارانونو او سېلابونو په نتيجه کې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د مالوماتو له مخې د دغه سېلابونو له امله په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار ولایتونو کې ۵ کسان مړه شوي چې له ډلې یې درې ماشومان دي او دغه راز ۸ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د دغه سېلابونو له امله ۲۳۳ استوګنېز کورونه تخریب شوي او دغه راز شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنېزه ځمکه حاصل ته رسېدلي فصلونه او د تازه مېوې بڼونه له منځه تللي دي.
بلخوا په یوشمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله په راوتلو سېلابونو کې زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د لوګر اوسېدونکی محمد آغا چې سېلابونو یې کرنېزه ځمکه له منځه وړې او دغه راز یې کور هم بارانونو تخریب کړی (آر.ام ميډیا) ته وايي، چې ګڼشمېر هستوګنیز کورونه سېلابونه نړولي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او رسیدلي فصلونه یې لاندې کړي دي.
دی زیاتوي چې د سېلابونو راوتلو راهیسې څو ورځې تېرېږي، خو لا هم مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو اړینې مرستې نه دي ورسره کړي.
محمد آغا زیاته کړه:«په لس جریبه ځمکه مې رومیان او لوبیا کرلې وه، سېلابونو تر خاور لاندې کړه مونږ د عاید بله سرچینه نه لرو، له همدې ځمکې خپلې اړتیاوې پوره کوو خو هغه هم د سېلابونو خوراک شوه د مرستې غوښتنه کوو ځکه دهقانانو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.»
د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی او د سېلابونو زیانمن اخترګل وایې، کورونه یې په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي او اوس له خپلې شپږ کسېزې کورنۍ سره له تېرو دوو ورځو راهېسې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي، هغه هم له نړیوالو بنسټونو د بېړنۍ مرستې غوښتنې کوي او په وینا یې، په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
اخترګل زیاتوي:«کورونه او کرنېزې ځمکې مو سېلابونو وړي او تر شنه اسمان لاندې ژوند کوو، مرسته هم نه ده شوې او دا وضیعت بیخي اندېښمنونکی دی که مرستې راسره ونشي نو سېلاب ځپلې کورنۍ به له لوږې او قحطۍ سره مخ شي.»
په ورته مهال د یوشمېر ولایتونو سېلاب ځپلې کورنۍ هم د مرستو نه ورسېدو له امله شکایت کوي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی دی.
د سیندونو غاړو ته د استنادي دیوالونو نشتون، د اړوندو ادارو له لوري له وړاندې د خبرتیاوو نهورکول او د هستوګنیزو کورونو د جوړولو پرمهال د سېلابونو د خطراتو لهمنځه وړلو ته نه پاملرنه هغه عوامل بلل کېږي چې د کمو وروښتونو او سېلابونو پرمهال هم خلکو ته درانه زیانونه اړوي.