د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د ۲۰۸ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې لغوه کړي

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې دي، چې د همدې ادارې په مالي مرسته یې د افغانستان امریکايي پوهنتون کې زده کړې کولې.
د راپورونو له مخې یادې افغان نجونې چې په حضوري او انلاین بڼه یې زده کړو ته دوام ورکړی و، یو شمېر ایمیلونه ترلاسه کړي دي چې له مخې به یې د امریکا په مالي ملاتړ روانې بورسیې لغوه شي.
بلخوا د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې تراوسه د افغان نجونو زده کوونکو د برخلیک په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې نږدې یوه میاشت وړاندې په عمان هېواد کې هم د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لورې تمویلېدې لغوه شوې وې.
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې داسې مهال د افغان نجونو زده کوونکو بورسیې لغوه کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګول شوي او اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.