د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې ۴۲۲ روغتیايي مراکز تړل شوي

د روغتیا ړیوال سازمان د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې پر افغانستان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په دغه هیواد کې له ۴۲۲ زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
راپور کې په څرګند ډول ویل شوي چې دې مرکزونو د امریکا تمویل کمښت له امله خپل فعالیت درولی دی.
راپور زیاته کړې چې یاد روغتیایي مرکزونه د امریکا له مالي مرستو تمویلدل چې په تړل کېدو سره یې نږدې ټول افغانستان کې ۳ میلیونه خلک له اړینو روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي.
یاد سازمان په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د فعالیت درېدل د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، چې دا مهال افغانان په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې روغتیايي خدمتونو او امکاناتو ته ډېره اړتیا لري.
بلخوا د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق هم وايي، چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ سره د مبارزې برخه کې نړیوال اقدام ته اړتیا ده.
د یادونې ده چې د امریکا د مرستو په ځنډول کېدو سره له دې وړاندې هم افغانستان کې د بشري مرستو اړوندو ادارو او موسسو فعالیتونه ټکني شوي دي.
که څه هم ګڼشمېر افغانانو تر دې مخکې هم لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، خو د د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې هېواد کې د روغتیا سکټور خپل بهرني ملاتړي له لاسه ورکړي، دغه سکټور او خلک لا زیانمن شوي دي.