د افغانستان شمال کې مرګونې زلزله؛ قیامت مې په سترګو ولیده

د افغانستان شمال کې مرګونې زلزله؛ قیامت مې په سترګو ولیده
Photo: RM Media

تقریبآ شپه له نیمایي اوښتې وه. آسمان چوپ و، او د کلي خلک په درانه خوب ویده و. ناڅاپه ځمکه ولړزېده. د دېوالونو ماتېدل او د چتونو غورځېدل د انسانانو د نارې سره ګډ شول. په څو ثانیو کې د شپې آرامتیا د یوې لویې فاجعې ځای ونیوه.

یو زورورې زلزلې د بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول. د سلګونو خلکو کورونه وران شول او له زرونو څخه زیاتې کورنۍ په یوه شیبه کې تر شنه اسمان لاندې بې سرپناه پاتې شوې.

٤٤ محمد صمیم، د خُلم ولسوالۍ اوسېدونکی او په زلزله کې له زیانمنو شویو کورنیو څخه دی.

 د هغه کور زلزلې وران کړی او ښځه او دوه وړې لوڼې یې له لاسه ورکړې. هغه لا د یوې اوونۍ په تېرېدو خپل غم نه دی هېر کړی او د هغه په ذهن کې د مرګونې زلزلې ټکانونه او د خپلې کورنۍ نارې او فریادونه ژوندۍ پاتې دي.

هغه په آرامه او ستړو سترګو وایي: «زلزله شاوخوا یوه بجه وه. کور مې ټول وران شو. دوه لوڼې او ښځه مې په کوټه کې ایسار پاتې شوې، کوټه پرې راپرېوته او مړه شول. زه او درې اولادونه مې خدای وساتلو… د قیامت شپه وه، بیا دې خدای نه راولي.»

د هغه د کور دېوالونه لا نیمه وران ولاړ دي، لکه د هغه شپې خاموش شاهدان. محمد صمیم وایي: «د زلزلې په شپه د خپلې ښځې او وړو لوڼو نارې او دردناک غږونه مې اورېدل. دوی د خاورو لاندې وې. ما هیڅ نشوای کولی. د دوی نارې لا هم زما په غوږونو کې دي… هره شېبه مې ځوروي. کاش زه هم مړ شوی وی، چې دا غمونه مې نه وای لیدلي.»

هغه هره جمله په مکث سره وايي، لکه چې کلمې یې درنې دي. اوس هغه له خپلو درېوو اولادونو سره په خېمه کې ژوند کوي او د هغوی د راتلونکې په اړه اندېښمن دی. وایي، ژوند په ژمي کې په خېمه کې ډېر سخت دی.

محمد صمیم وایي: «زما په ګډون سلګونه کورنۍ په خېمه کې اوسېږي. څه ډول چې لازمه ده، زلزله‌ځپلو سره مرسته نه ده شوې. کورونه مو وران شوي او د بیا ابادۍ وسه له موږ سره نشته. ژمی دی، باید کورونه جوړ شي.»

زلزله دومره شدیده وه چې د بلخ – سمنګان پر لاره، په تاشقرغان تنګي کې، د غرونو لویې ډبرې را وغورځېدې او پر موټرو ولوېدې. ځینې مسافر مړه او ځینې ټپیان شول او سړک د څو ساعتونو لپاره بند شو.

په همدې سیمه کې، همایون، د خوراکي توکو دوکاندار، د خپل دوکان د ویجاړیدو او د خپلو دوستانو د مرګ شاهد و.

هغه وایي: «زما دوکان د تاشقرغان تنګي ته نږدې دی. زلزله دوکانونه وران کړل. هغه ملګري مې چې د شپې په دوکان کې ویده وو، ټول مړه او زخمیان شول. زه خوشبخته یم چې هغه شپه دوکان کې نه وم.»

د هغه په وینا، په ویجاړو شویو سیمو کې د نویو کورونو جوړېدل به د زیانمنو شویو کورنیو غم او درد لږ کړي. «زیانمن شوي خلک اوس د مرستو او د خپلو کورونو د جوړېدو په تمه دي، ځکه دوی هر څه له لاسه ورکړي، حتی د کورنیو غړي. نو لازمه ده چې د دوی سره د کورونو جوړولو او نغدي مرسته وشي.»

وروستۍ زلزله په سمنګان او بلخ کې څو کلي له خاورو سره خاورې کړل. د رسمي شمېرونو له مخې، له ۳۰ څخه زیات کسان مړه شوي او شاوخوا زر نور ټپیان شوي دي. سلګونه کورونه په بشپړ یا نیمه ډول وران شوي، او ډېرې کورنۍ اوس په دې سړه هوا کې په خیمو یا جوماتونو کې ژوند کوي.

د بلخ او سمنګان په ډېرو سیمو کې زلزلې کلي په بشپړ ډول له منځه وړي او ژوند له خاورو سره خاورې شوی، چې ممکن بیا پیل به یې کلونه ونیسي. 

خو محمد صمیم لاهم حوصله نه ده بایللې او وایي: «زلزله هر څه را واخیستل، خو د خدای امید لا نه دی ختم شوی. موږ ژوند ته ادامه ورکوو… خو دا غمونه هېڅ نه‌هېرېږي.»