له ښوونځي تر ګاډۍ: کابل کې د ماشومانو د کار کیسه

له ښوونځي تر ګاډۍ: کابل کې د ماشومانو د کار کیسه
Photo: RM Media
له ښوونځي تر ګاډۍ: کابل کې د ماشومانو د کار کیسه

د کابل ښار په «پل خشتي» سیمه کې له زده‌کړو بې‌برخې ګڼ شمېر کمکي کارګر ماشومان هره ورځ سهار له لمر ختو مخکې کار ته د تلو په تکل سره راټولېږي؛ دا هغه ماشومان دي چې کوچني سپېره لاسونه، ستړې څېرې او په سترګو کې ناهیلي یې د بېوزلۍ او ستړي ژوند کیسې بیانوي.

د دوی قدمونه د کراچۍ چرخونو، د لوګي بوی او د سهار ساړه باد سره ګډیږي. دلته د ډېرو ماشومانو لپاره دا د ورځې پیل دی، هغه ورځ چې د لمر له ختو وړاندې د فقر کیسه د دوی پر اوږو ناستوي.

په دې ډله کې۱۳ کلن سهیل د سړک پر غاړه ولاړ دی. په سترګو کې یې د امید او ناامیدۍ ګډه څپه لیدل کیږي. سهیل لا تر دې وړاندې لس کلن نه و چې ژوند یې د ماشومتوب له مرحلې څخه لویانو ته وغورځاوه او مجبور شو چې د کور د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کوڅو کې کار پیل کړي.

هغه وايي: «زه دستکشې او جرابې پلورم او هره ورځ ۸۰ تر ۱۵۰ افغانۍ عاید لرم. زما پلار مړ شوی او زه باید د مور او درې خویندو لپاره پیسې پیدا کړم.»

پلار یې د پخواني حکومت عسکر و او په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی. سهیل هغه ورځ هیڅکله نه هېروي؛ په کومه ورځ یې چې د پلار د مړینې سره د ماشومتوب یوه برخه هم له لاسه ورکړه.

سهیل وايي: «د پلار د وژل کېدو یو کال وروسته مجبوره شوم چې ښوونځی پرېږدم او په ښار کې د توکو پلور ته مخه کړم. بله چاره نه لرم. غواړم زده کړې وم خو غریبۍ ترې محروم کړی یم.»

سره له دې ټولو ستونزو، هغه لا هم هیله لري چې یوه ورځ به بیرته ښوونځي ته ستنېږي.

«که له غریبۍ خلاص شوم، لومړی کار به مې ښوونځي پیلول وي… پلار مې ویل چې زه به انجینر کېږم. غواړم د هغه ارمان پوره کړم.»

خو سهیل یوازینی ماشوم نه دی چې د خپل کړیدلي ژوند کیسه کوي.

د کابل ښار په بله څنډه کې، ۱۵ کلن سمیع‌الحق کراچۍ چلوي او د خلکو سودا او نور اړین توکي له یو ځای بل ځای ته انتقالوي. هغه له ۹ کلنۍ راهیسې د ژوند دروند بار پر اوږو وړي. پلار یې پخوا په ایران کې نانوایي درلوده او ژوند یې ښه و، خو پر نشه یي توکو اخته کېدو یې ټوله شتمني له منځه وړې.

هغه وايي: «پخوا مو ژوند ښه و، خو پلار مې ایران کې په نشه روږدی شو. کور ته یې راووست، تداوي مو ورته وکړه خو جوړ نشو. څوک نه لرو، مجبور یم کار وکړم.»

سمیع‌الحق تر څلورم ټولګي زده کړې کړي او ښوونځی پرېښی دی، خو هغه لا هم هیله لري چې یو ورځ بیرته درس ووایي:

«که د نفقې چاره حل شي، زه بیا زده کړې پیلوم. هغه ماشومان چې اقتصادي ستونزې نه لري باید درس ووایي.»

خو د کابل د «پل سرخ» ته نږدې دوه وروڼه، ۱۶ کلن حمدالله  او ۱۴ کلن فریدون، د شته اقتصادي ستونزو پر وړاندې د مقاومت بله کیسه لري. دوی هم کار کوي او هم ښوونځي ته ځي. دوی کوچنی کراچۍ لري چې د هغې په مرسته یې جوس پلوري.

حمدالله وايي: «پلار مې ناروغ دی او مزدوري نه شي کولای. خو زه او ورور مې د همدې جوس پلورلو له لارې کورنۍ ساتو. درس نه پرېږدو — سهار زه ښوونځي ته ځم، ماسپښین فریدون.»

ارواپوهان پر ماشومانو کار یو اندېښمنونکی وضعیت بولي او وایي، په کوچنیوالي کې درانه کارونه د دوی پر رواني، عاطفي او ټولنیزو چارو هم ژور منفي اغېز لري.

ارواپوه حفیظ ‌الدین کامل وایي: «په ماشومتوب کې کار کول او هغوی ته مسوولیت سپارل د ماشومانو راتلوونکی ننګوي او آن دا ډول ماشومان پر نشه یي توکو هم روږدې کېږي، ځکه دوی خپل ذهني توازون له لاسه ورکوي.»

د ماشومانو کار هره ورځ د یوې نسل راتلونکی ته ګواښ دی؛ هغه نسل چې د قلم پر ځای کار کوي، کراچۍ چلوي؛ د لوبو پر ځای کار کوي؛ او پر ځای د خوبونو، د ژوند بار سره مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ماشومانو په درنو کارونو بوخت دي او دغه راز په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ سلنه ماشومان د اقتصادي ستونزو، فقر بېوزلۍ او د کورنیو د مجبوریت له امله کار کوي چې دوی له زده‌کړو محروم او ژوند یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.