طالبانو په روانه میاشت کې درې دیني عالمان نیولي

د آر.ام میډیا موندنې ښیي چې په تېرو درېیو اوونیو کې درې دیني عالمان د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.
په دې دیني عالمان کې په کابل کې د علماو شورا پخوانی مشر مولوي عبدالقادر قانت هم شامل دی چې تېره اوونۍ د طالبانو استخباراتو د درېم ځل لپاره نیولی او لاهم په زندان کې دی.
تراوسه د نوموړي د نیول کېدو لامل څرګند نه دی خو سرچینو ویلي، چې طالبانو نوموړی له خپل کوره د یو بل ځوی سره بیولي او لاتراوسه یې برخلیک څرګند نه دی.
له دې یوه اوونۍ وړاندې د علماو شورا دوه نوري غړي سراج الدین نبیل او مولوي بشیر احمد حنفي هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
سرچینو ویلي چې طالبانو پر بشیر احمد حنفي تور پورې کړی چې د نظام پر ضد یې څرګندونې کولې او له همدې لارې یې د عامه خلکو فکرونو ګډوډول.
د سرچینې د مالوماتو له مخې حنفي په څو میاشتو بند محکوم شوی او دغه راز په دوه کاله بهر نه تللو یا ممنوع الخروجۍ محکوم کړی دی.
دغه راز د مولوي سراج الدین نبیل په نوم بل دیني عالم هم د طالبانو له لوري وروسته له هغې نیول شوی چې د نجونو د زده کړو پر بندېز یې نیوکې کړې او زده کړې یې د نجونو اساسي حق بللی و.
د مالوماتو له مخې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عبدالقادر قانت، محمود حسن، عبدالعزیز شجاع، عبدالفتاح فایق، عبدالشکور کندوزي، بشیر احمد حنفي او سراج الدین نبیل په ګډون یو شمېر نور دیني عالمان په بېلابېلو پلمو نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال د بیان پر ازادۍ محدودیتونه وضعه کړي او دغه راز یې د هغه کسانو د نیولو لړۍ چټکه کړې چې د دوی پر کړنو نیوکې کوي.