ښځينه فعالې څانګې صدیقي؛ د هالنډ ډیموکرات D66 ګوند په مشرتابه کې د غړي په توګه ټاکل شوې.
افغان الاصله سیاسي فعالې او حقوقي سلاکارې څانګې صدیقي، د هالنډ د ډیموکرات D66 ګوند د مشرتابه هیئت د غړې په توګه د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوې ده.
اغلې صدیقي د هالنډ د« زوترمیر» له ښار څخه په رسمي ډول د خپل ګوند «D66» په مشرتابه کې د غړیتوب لپاره غوره شوې ده.
نوموړې په خپله فېسبوک پاڼه د بریا اعلان کړی او لیکلي چې د سیاست او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د فعال رول د پیاوړتیا لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
څانګې صدیقي له دې وړاندې د هالنډ د مالیې په وزارت کې د مالیاتو د وکیلې او دغه راز یې په هالنډ کې د افغانستان د سفارت د پخوانۍ حقوقي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې.
له دې څه موده وړاندې په جرمني کې د هوسۍ اندړ په نامه یوې ښځينه فعالې د دغه هېواد د فرانکفورت ښار د ښاروالۍ شورا غړیتوب ترلاسه کړی و.
بل خوا ګڼ شمېر افغانانو څانګې صدیقي ته د هالنډ د ډیموکرات D66 ګوند د رهبرۍ شورا سیاسي غړیتوب مبارکي ویلې.
دوی ټینګار کړی که چېرې نجونو ته د زده کړو مناسب شرایط برابر شي، افغان نجونې کولای شي په کور دننه او بهر په بېلابېلو برخو کې اغېزمنه او مثبته برخه واخلي.