په افغانستان کې له داخلي بیځایه شویو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ژمنه

په افغانستان کې له داخلي بیځایه شویو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ژمنه
Photo: UNHCR

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) ویلی، په روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۷۵۰۰۰ داخلي بې ‌ځایه شويو کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.

یادې ادارې په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې په دې مرستو کې به کمپلې، د پخلنځي لوښي او خېمې شاملې وي چې د چین د نړیوالې پراختیايي ادارې په همکارۍ او په افغانستان کې د چین سفارت په مټ به وویشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې طبیعي پېښو لکه سېلابونو، سختو بارانونو او طوفانونو خلک ځپلي او د مرستو غوښتنه کوي.

سره له دې چې څو مرستندویه ادارې لکه د سره صلیب کمېټه، سره میاشت، د بېړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او ځینې نورې څانګې زیانمنو شویو وګړو سره په مرستو بوختې دي خو خلک وایي په دې سړه هوا کې ترسره شوې مرستې بسنه نه کوي او ډېرو مرستو ته اړتیا ده.