طالبانو په تخار او فاریاب کې پنځه کسان په درو وهلي

طالبانو په تخار او فاریاب کې پنځه کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په فاریاب او تخار ولایتونو کې یې پنځه کسان د غلا، له واده پرته اړیکو درلودلو او «لواطت» په تور عام محضر کې په درو وهلي دي. 

له یادې محکمې څخه(یکشنبه،د لړم۲۷مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، درې کسان یې د فاریاب په پښتون‌کوټ او دولت‌اباد ولسوالیو کې په عام محضر کې مجازات کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو کسانو له ډلې یو کس په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شوی او دغه راز، یو بل کس په یو کال بند او دُرو محکوم او دریم هغه یې بیا په ۳۹ دُرو محکوم کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز د تخار په درقد ولسوالۍ کې هم دوه کسان د غلا او «لواطت» په تور هر یو په ۳۹ـ٣٩ دُرو محکوم شوی دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د طالبانو له لوري د خلکو په عام محضر کې سزاوې له نړیوالو قوانینو او «اسلامي اصولو» سره په ټکر کې بللې وې.