د کونر زلزله: کورنۍ له لاسه ورکړې ښځه د بې سرپرسته ماشومانو پالنه کوي

د هیواد په ختیځ کونړ ولایت د مرګونې زلزلې په شپه ۴۵ کلنه یاسمینه په خپل کور کې نه وه، نوموړې د خپل ورور د لیدو لپاره ننګرهار ته تللې وه، خو سبا سهار خبر ور ورسېد چې خاوند، څلور زامن او لور یې په زلزله کې تر خاورو لاندې او مړه شوي دي.
یاسمینه وايي: «هیڅوک مې نه دی پاتې. ډېر سخته ده چې خپل اولادونه او خاوند هېر کړم. اوس د خپل ورور سره اوسېږم، خو زړه مې له غمه ډک دی.»
نوموړې زیاتوي چې د هغې په ګډون زرګونه کورونه ویجاړ شوي او ډېری خلکو خپل سرپرستان له لاسه ورکړي دي. «زموږ کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، هیڅ په کې نه دی پاتې، د بیارغونې لپاره ې توان نه لرم مرسته هم راسره نه ده شوې او لاسنیوي ته اړتیا لرم.»
له دې ټولو ستونزو سره سره یاسمینه اوس هڅه کوي د هغو ماشومانو پالنه وکړي چې د زلزلې له امله بې سرپرسته شوي دي. هغې وايي: «زه هڅه کوم له بې سرپرسته ماشومانو داسې ساتنه وکړم لکه د خپلو اولادونو په شان.»
د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې وروستۍ زورورې زلزلې کې بسته کورنۍ له منځه تللي دي. د دوی له ډلې ډیری مېرمنې او ماشومان دي چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوې او د کورنۍ سرپرستان نه لري چې اوس له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
یو افغان پانګوال عرفان الله غمشریک وایې، د هغه ماشومانو او مېرمنو مالي ملاتړ کوي چې د زلزلې له امله یې د کورنۍ ټول غړي او يا مور او پلار له لاسه ورکړي دي.
نوموړی د بې سرپرسته ماشومانو برخلیک اندېښمنونکی بولي او وایې هوډ کړی دی څو د دغه ماشومانو کفالت د پنځو کلونو لپاره پر غاړه واخلي.
هغه وایې: «ما د کونړ د زلزلې له امله د ځپل شویو ۷ هغه ماشومانو چې مور او پلار یې له لاسه ورکړي وو او دوه ښځې چې سرپرستان یې نه درلودل د دوی لپاره مې په جلال اباد ښار کې یو کور په کرایه نیولی، ښځې د ماشومانو پالنه کوي او هڅه کې یم د دوی لپاره د زده کړو زمینه برابره کړم.»
د نوموړي په وینا د زلزلې په ترڅ کې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې داسې بې سرپرسته ماشوم هم شته چې اوه او يا اته کاله عمر لري، او د مور او پلار په ګډون یې د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ په یوه راپور کې ویلي، زلزله کې د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو میندې او پلرونه مړه شوي او ټولټال تر ۲۶۰ زره ډېر ماشومان یې اغېزمن کړي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په وروستۍ زلزله کې تر ۵۰۰۰ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي چې ماشومان او د هغوی کورنۍ یې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ کړي او زرګونه ماشومان بېړنیو مرستو او اوږدمهاله رواني ملاتړ ته اړتیا لري.