فاریاب کې ناپيژنده کسانو یوه ښځه او خاوند وژلي
د فاریاب سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ناپيژنده وسله والو له لوري د یوې ښځې او خاوند د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمسالله محمدي وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند«رحمتاباد بیشبله» کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا یاده سیمه کې ناپيژنده کسانو د زيارتګاه اصلي اوسېدونکې ٢٥ کلنه حليمه او خاوند یې عبدالله دواړه په ډزو وژلي دي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې وسله والو د یادو کسانو له وژل کېدو وروسته له سیمې تښتېدلي خو دوی ېې د نیولو هڅې پيل کړي دي.
تراوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی.
په تېرو دوو اوونیو کې فاریاب کې د هدفي وژنې دا شپږمه پېښه ده چې ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اتو ورځو پرمهال په فاریاب کې د وژنې شپږمه پېښه ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې جنایي پېښې زیاتې شوي، چې عام خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالب چارواکي پړه بولي.