پوهنتونونه او طالبان؛ د محصلینو راتلونکی د ږیرې پورې تړلی دی

پوهنتونونه او طالبان؛ د محصلینو راتلونکی د ږیرې پورې تړلی دی
Photo: RM Media

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو ګڼ محصلین وايي، چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله له لیلیو شړل شوي دي. د دوی په خبره، د ږیرې نه خرییل، د پکړۍ په سرول او په جماعت کې د لمانځه په ګډون هغه شرطونه دي چې طالبان پرې د محصلینو پر وړاندې فشار راولي. دغه وضعیت په څو ولایتونو کې تکرار شوی او د سلګونو ځوانانو د زده کړو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هارون، د ننگرهار پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو د درېیم کال محصل وایي، یوازې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۵۰ محصلین د پوهنتون له لیلیې څخه اېستل شوي دي.

هغه زیاتوي: «طالبان هر ځل په یوه او بله بهانه محصلین تر فشار لاندې نیسي؛ یوه ورځ د ږیرې له کبله، بله ورځ د پګړۍ او یا د لمانځه په جماعت کې د نه ګډون له امله. په پای کې یې مجبوروي چې لیلیه پرېږدي.»

له لغمانه راپورونه ښیي چې طالبانو د شړل شویو محصلینو خونې خپلو اړوندو کسانو ته ورکړي دي. شفیق‌الله، بل محصل، وایي: «هغه کسان چې ځای پر ځای کېږي، زیاتره د طالبانو استخباراتي کسان دي. په ظاهره محصلین بلل کېږي، خو په عمل کې د اطلاعاتو د راټولولو دنده لري.»

په کونړ کې بیا فشارونه سخت بلل شوي دي. سیدولي، د زراعت پوهنځي محصل، وایي د تېرې اوونۍ راهیسې د هغو محصلینو ډوډۍ قطع شوې چې ږیرې یې خریلې وې او یا په جماعت کې حاضر شوي نه وو. 

هغه زیاتوي: «څو شپې وړاندې د امر بالمعروف مأمورین لیلیې ته راغلل او یو شمېر محصلین یې د ماښام د لمانځه د نه کولو له امله ووهل. وروسته یې ګواښ وکړ چې باید له لیلیې ووځو.»

د هغه په وینا، طالبانو د لیلیې لپاره داسې شرطونه ایښي دي چې زیاتره محصلین یې نه شي پوره کولای، لکه: «د سنت مطابق ږیره، پنځه وخته په جماعت کې لمونځ، پګړۍ یا دستار تړل او آن دا چې د کورنۍ یو غړی باید د طالبانو په لیکو کې قرباني ورکړی وي.»

په شمال ختیځ کې هم ورته وضعیت دی. د بدخشان څخه سرچینې وایي، چې طالبانو د ځینو محصلینو ډوډۍ بنده کړې او هغوی ته یې د شړلو ګواښ کړی دی. حامدالله، یو له دغو محصلینو څخه دی، وایي که له لیلیې وشړل شي، زده کړې به یې نیمګړې پاتې شي: «موږ غوښتل اعتراض وکړو، خو د طالبانو استخباراتو د مظاهرې تنظیموونکي ونیول.»

د هغه په وینا، یو شمېر محصلین چې د شخصي کوټې کرایه کولو وس نه لري، اړ شوي پوهنتون پرېږدي.

هغه ټینګار کوي: «محصلین چې په لیلیه کې اوسېږي، زیاتره له نورو ولایتونو راغلي دي او د هېڅ ډلې یا ګوند پورې تړاو نه لري. که د دوی غوښتنو ته پام ونه شي، اړ دي زده کړې نیمګړې پرېږدي.»

له هرات څخه هم ورته راپورونه خپاره شوي دي. سرچینې تاییدوي چې ځینې محصلین یوازې د ږیرې د نه لرلو له امله د لیلیې له خونې بې‌برخې شوي دي. ځینې مجبوره شوي خپلو ولایتونو ته ستانه شي او هیله لري چې په راتلونکی سمستر کې بیا نوم‌لیکنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د سختو محدودیتونو له لارې د زده کړو فضا تنګوي. مخکې هم د ځیرک ټیلیفون کارونه او د ږیرې خرییل د فشار سبب شوي وو، خو تازه راپورونه ښیي چې د محصلینو له لیلیو اېستل د افغانستان د ډېرو ځوانانو د زده کړو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.

*په دې راپور کې د مستعار نومونو کارول شوي دي.