د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتېرېش؛ طالبانو په کابل کې ۶۰ ښځې د حجاب نه مراعاتو له امله نیولي

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي د افغانستان په اړه په خپل تازه راپورو کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ میلادي کال په جولای میاشت کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې ۶۰ ښځې او ځوانې نجونې د حجاب نه مراعتولو له امله نيولې دي.
انتونیو ګوتېرېش زیاته کړې چې یادې ښځې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو له لوري نیول شوي او دغه راز په همدې میاشت کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله طالبانو په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
ګوتېرېش زیاتوي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لړۍ چټکه ساتلې او دغه راز یې په کابل او ځېنو نورو ولایتونو کې د ښځينه سینګارتونونو تړلو ته هم دوام ورکړی دی.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار د مخینوي په اړه د طالبانو پرېکړه په کلکه غندلې او هغه یې د نه منلو او یوه احمقانه پرېکړه بللې ده.
ده په ټېنګار سره ویلي چې ملګري ملتونه به د دې ستونزې د حل لپاره هره ممکنه لاره کاروي، څو په دغه هیواد کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.
هغه ویلي، د روان میلادي کال په می میاشت کې د ملګرو ملتونو اړوند لسګونه کارکوونکي له دغه سازمان سره د کار له امله، د ناپېژانده کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې تېر څلور کلنې واکمنۍ پر مهال نجونې له زده او کار منع کړي او دغه راز پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو او پر نجونو د ژوند کړۍ په تنګېدو ده.