طالبان په افغانستان کې پر نوري فایبر انټرنېټي خدمتونو بندېز لګولی

طالبان په افغانستان کې پر نوري فایبر انټرنېټي خدمتونو بندېز لګولی
Photo: RM Media

د (آر.ام میډیا) ته بېلابېلو سرچینو منلې چې د افغانستان په کندهار، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان، ارزګان، بلخ، هلمند، ننګرهار، لغمان، خوست، بغلان، پکتیا، هرات او ځېنو نورو لایتونو کې طالبانو د نوري فایبر (کېبلي) انټرنېټي خدمات قطع کړي دي.

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو ورځو راهیسې په نوري فایبر (لایني) انټرنېټ بندېز لګېدلې او ممکن بې سیم انټرنېټ هم بند شي.

په همدې حال کې په هرات کې هم له تېرې ورځې راهیسې د انټرنېټ سرعت کم شوی او انلاین خدمتونو ته د پخوا په څېر لاسرسی ستونزمن شوی دی. 

ویل کېږي چې په دغه ولایت کې د نوري فایبر د لېږدل پروژې چارې هم درېدلي او له دې څرګندېږي چې په هرات کې هم نوري فایبر انټرنېټ بندېږي.

په ورته مهال د ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، بلخ، ارزګان، هلمند او ځېنو نورو ولایتونو کې هم سرچینو تایید کړې، چې په یادو ولایتونو کې نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه قطع شوي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

بل خوا طالب مسوولانو هم منلې چې د ملاهبت الله په امر یې په زیاتره ولایتونو کې نوري فایبر (کېبلي) انټرنېټ بندېز لګولی او امکان لري چې دا بندېزونه په ټولو ولایتونو کې وضعه شي.

طالبانو د انټرنېټ د بندېدو لامل په ټولنه کې د اخلاقي فساد او د بېځایه انټرنېټي لګښتونو مخینوی او دغه راز په ټولنه کې اصلاحات یاد کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو توند غبرګونونه پارولي طالبانو دا پرېکړه یې ناسمه بللې او غوښتنه یې کړې، چې دې برخه کې دې د نجونو د زدکړو په څېر له بندیز لګولو لاس واخلي.

خلک شکایت کوي چې د دغه بندیز له امله یې ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي او په ځېنو ښاري سیمو کې آنلاین سوداګرېز خدمات په ټپه درېدلي دي. 

په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له لګول کېدو وروسته، ډېری خلکو په ځانګړې توګه هغو نجونو چې له زده‌کړو محرومې شوې دي، آنلاین زده‌کړو ته مخه کړې ده.

د انټرنېټ د سرعت کموالی اوس د زده‌کوونکو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولي دي او ممکن چې د دې وضعیت په دوام سره به درسونو او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ کړي.

په افغانستان کې نوري فایبر د ځمکې لاندې د یوه ځانګړي نوري کېبل په واسطه د هیواد زیاتره ولایتونو ته لېږدول شوی، چې د بې سیم یا مبایل انټرنېټ په پرتله چټک او ثابت دی او همدا لامل دی، چې نوري فایبر (کېبل) انټرنېت تر ډېره د دولتي ادارو سربېره سواګریزو مرکزونو او بهرني بنسټونه د خپلو ورځنیو چارو لپاره کاروي.