د افغان ښځو له لوري اعتراضي کمپاین؛ ولې چادري په سر کړو، مونږ قوي ښځې یو

د افغان ښځو له لوري اعتراضي کمپاین؛ ولې چادري په سر کړو، مونږ قوي ښځې یو
Photo: Social Media

افغان ښځينه فعالانو تازه (ولې چادري په سر کړو، مونږ قوي ښځې یو) په نوم کمپاین پیل کړی چې په زرګونه ښځې له دغه کمپاین سره یو ځای شوي دي.

پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر انسټاګرام د « «Woman Post په نوم د ښځو له خوا یاد اعتراضي کمپاین پیل شوی، چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې څه باندې ۳۰ زره ښځې له دغه کمپاین سره یو ځای شوي چې په دې ډله کې د نورو ښځينه فعالانو سربېره د افغانستان نوموتې سندغاړې، لوبغاړې او هنرمندانې شاملې دي.

د دغه کمپاین تنظیموونکي وایې د طالبانو بندېزونو ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي او دوی یې مجبوره کړي چې چادري واغوندي او تر شا يې پټې شي، خو دوی ټينګار کړی چې هیڅکله به دا ډول محدودیتونو ته تسلیمې نشي ځکه په وینا یې دوی ازاده او پرمختللې ښځې دي.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو د کابل په بېلابېلو برخو کې د نجونو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.

د مالوماتو له مخې د کابل په شهر نو او دغه راز په دشت برچي سیمه کې د طالبانو امربالمعروف د نجونو نیولو ته دوام ورکړی او لسګونه نجونې او ښځې یې د لباس یا حجاب نه مراعات کولو په تور نیولي او زنداني کړي دي.