جرمني ۸۱ په جرمنو کې ښکېل افغانان کابل ته شړلي

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد حکومت ۸۱ افغانان چې جرمي مخینې یې درلودې، د قطر په همکارۍ په یوه الوتنه کې کابل ته لېږدول شوي دي.
د جرمني کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ۸۱ افغانان ټول نارینه دي لا له مخکې د یاد هېواد د عدلي ارګانونو له لوري تعقیب شوي وو او په ځینو جرمونو کې ښکېل وو.
د یاد هیواد چارواکو ټينګار کړی چې د نورو مجرمو افغانانو د ایستلو پلان هم لري او په دې اړه یې پلټنې ګړندۍ کړي دي، له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې جرمني غواړي د افغانانو د ایستلو په تړاو د طالبانو له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي، چې طالبانو دا ګام ستایلی و او په دې برخه کې د قطر له رول یې هم مننه کړې وه.
په ورته مهال تازه جرمني، فرانسه، پولنډ، چک جمهوریت، اتریش او ډنمارک هېوادونو وزیران د پناه غوښتنې د شرایطو سختېدو پر ځینو مقرراتو سلا شوي چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو بېرته ایستلو ته هم دوام ورکړي.
د یادو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو پرېکړه کړې چې د اروپايي پولو د امنیت په ټینګښت سربېره به رد شوي پنا غوښتونکي له اروپايي ټولنې بهر مرکزونو ته واستول شي او دغه راز د پناه غوښتنې بهیر دې درېیمو هېوادونو کې ترسره شي او د کورنۍ یو ځای کېدو او د بیا میشتېدو پروګرامونه دې محدود شي.
جرمني له دې وړاندې هم لسګونه افغانان له خپل هیواد شړلي او په یوه ځانګړې الوتکه کې یې کابل ته لېږدولي وو. پر افغانستان د طالبانو ډلې له واکمنېدو راهېسې بې روزګاري، فقر بېوزلي اوج ته رسېدلې، چې له امله یې زیاتره افغانان اروپایي هیوادونو ته پر قاچاقي لارو تګ ته مجبور شوي دي.