له ایران راستانه شوي کډوال؛ د ایران حکومت یې شتمنۍ ضبط کړې

له ایران راستانه شوي کډوال؛ د ایران حکومت یې شتمنۍ ضبط کړې
Photo: IOM

په هرات کې ولایت کې له ایران څخه په دې وروستیو کې په جبري ډول را اېښتل شوې کډوال شکایت کوي، چې د ایران حکومت ورڅخه د کور وسایل او نورې شتمنۍ ضبط کړي دي.

دغه کورنۍ چې اوسمهال په یوه پنډ غالي کې تر خېمو لاندې ژوند تېروي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او وایي، د ایران حکومت نه یوازې په جبر را شړلي بلکي ټولې شتمنۍ یې هم ترې ګرځولې دي.

محمد حسین چې له خپلې اووه کسېزې کورنۍ سره له ایران په جبري ډول راشړل شوی وایې، سره له دې چې ایرانیانو د افغان کارګرو حقوق نه ورکول، بلکې سپکاوی یې کاوه او په دې وروستیو کې د افغانانو د کورنو تالاشي کولو او د دوی په وهلو یې لاس پورې کړی و.

هغه وویل:«یوه اوونۍ کیږي چې له ایران راشړل شوي یو، دلته هم خپل ځای نه لرو او په خېمو کې ژوند کوو اقتصادي ستونزې زیاتې دي؛ څه شتمني او د کور وسایل مو چې لرل هغه راڅخه ایران حکومت ضبط کړي په ډېر بد رنګ یې راشړلي یو هیڅ د انسان نظر نه کوي کډوالو ته.»

له ایران څخه یوشمېر نور راستنېدونکي وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د کړاو شپې او ورځې تېروي.

د هرات یو بل اسېدونکی نصرت الله چې څه موده وړاندې په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی وايي، د سرپناه نشتوالي او کمزوري اقتصاد له امله د یوه خپلوان کور کې ژوند کوي.

هغه وایې:«نږدې ۲۲ کاله مې په ایران کې ژوند کړی پنځه واړه اولادونه مې هلته زېږېدلي دي، دلته خپل کور او ځای نه لرم خو خپلوان مې شته او اوس له یو خپلوان یوه کوټه د اوسېدو لپاره راکړې خو ژوند سخت دی؛ د کرایي کور توان نه لرم او په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوم.»

محمد زبیر تازه له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی او اوس د اسلام‌کلا په یوه کمپ کې ژوند کوي وايي، د سرپناه، خوړو او کار نشتوالي یې، ژوند تریخ کړی دی. هغه له نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونو د مرستو او په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

محمد زبیر زیاتوي:«څه شتمني چې مو لرله هغه راڅخه پاتې شوه، د دوو میاشتو مزدوري مې کړې وه هغه هم راڅخه یو ایراني وګړي اېساره کړه او تش لاس خپل هیواد ته راستون شوی یم؛ د رنګمالۍ کسب مې زده دی غوښتنه کوو چې باید له کډوالو سره د سرپناه او دغه راز د کاري زمېنې برابرېدو برخه کې مرسته وشي.»

راستنې شوې کورنۍ په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن پر وړاندې د کډوالو حقونو مدافع سازمانونو چوپتیا د اندېښنې وړ بولي او په ټینګار سره د کډوالو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې، تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان(آی.او.اېم) ویلي، يوازې په جون میاشت کې له ایرانه له ۲۵۶ زرو ډېر افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري اخراج بې ‌ساری بولي او زیاتوي، ډېری کورنۍ یوازې د تن له جامو سره خپل هېواد ته ستنې کړای شوې دي او سملاسي خوړو، روغتیایي پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.