ملګري ملتونه؛ له ایران او پاکستان څخه شړل شوې ښځې او نجونې د جبري واده له خطر سره مخ دي

ملګرو ملتونو د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې، له ۲.۴۳ میلیونو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي چې له ډلې یې نیمایي ښځې او نجونې دي.
په راپور کې راغلي چې له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکي افغان کډوالې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، جبري او کم عمره ودونو، قاچاق، د استوګنې ځای نشتون او جدي جنسي قاچاق له زیات خطر سره مخ دي.
راپور کې دغه راز افغانستان ته د کډوالو په چټکه ستنېدا اندېښنه ښودل شوې او زیاته کړې هغه ښځې چې له محرم پرته سفر کوي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دغه راز پر سرحدي پولو ورسره زور زیاتي شوی او د ځورونې او تاوتریخوالي ګواښونه ور ته شوي دي.
بلخوا ډېر نجونې او مېرمنې چې تازه له ایران او پاکستان څخه راستنې شوي په اندېښمنه توګه وايي، چې هیلې یې ځپل شوې او پر ژوند یې لوبې کېږي. د هغوی په باور هیواد ته په ستنېدو له زدهکړو او کار څخه محرومیت یې نه یوازې راتلونکی تیاره کړی بلکې له وېرې، خپګان او شدیدې انزوا سره مخامخې دي.
دا نجونې او مېرمنې ټینګار کوي چې نور هېڅ هیله نه لري او برخلیک یې د کورنۍ نارینهوو پورې تړلی دی. ځینې نجونې وايي چې کورنۍ یې هغوی په زور واده کولو ته مجبوره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په لسمه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی و چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.