د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې پراخ غبرګونونه راپارولي

د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې پراخ غبرګونونه راپارولي
Photo: Social Media

د روسیې له خوا د طالبانو ډلې رسمیت پیژندنې په هیواد دننه او بهر توند غبرګونونه پارولي او د روسیې دا اقدم یې خطرناک، ستراتېژیکه تېروتنه او له افغانانو سره خیانت بللی دی.

کارپوهان او د پخواني حکومت چارواکو اندېښنه ښودلې چې طالبان د شرق او غرب د سیالیو یوې سختې جګړې ته روان دي، چې د خپل بهرني سیاست په نامتوازنې تګلارې افغانستان د قدرتونو د سیالیو په ډګر بدلوي.

د پخواني حکومت مرستیال ولسمشر امرالله صالح د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبان به حتمي سقوط کیږي او ټينګار یې کړی چې افغانستان به بېرته راپورته کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان یوازې یو بیرغ لري او طالبان هېڅکله د ملي بیرغ ځای نه شي نیولای.

صالح ویلي: «طالبستان به سقوط کوي او افغانستان به بېرته راژوندی کېږي او ډاډه اوسې چې دا درې رنګه بیرغ به بیا رپېږي او افغانستان به بیا عزتمن شي.»

د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ولسي جرګې غړې شکریه بارزۍ د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندل یوه لویه سیاسي تېروتنه بولي او دا یې په افغانستان کې د نیابتي جګړې پیل بللی چې قرباني به یې عام افغانان ورکوي.

بارګزۍ زیاته کړه: «د روسیې لخوا د طالبانو رسمیت پېژندل یوه تېروتنه ده او دا به په افغانستان کې نیابتي جګړې ته لاره هواره کړي او د دې جګړې قربانیان به افغانان وي.»

په ورته مهال امريکا کې د نظامي پوهنتون استاد او پخواني چارواکي علي احمد جلالی بيا ويلي، د مسکو رسميت پېژندنه په سيمه ييزه کچه محدوده اغېزه لري.

هغه ویلي: «طالبان لا تر اوسه د نړۍ مهمو لوبغاړو او ملګرو ملتونو په رسميت ندي پېژندلي.»

ښځينه فعاله لیمه امیري وایې چې طالب هیڅ مشروعیت نه لري ځکه طالبانو ښځې، اقلیتونه، مدني ټولنې او بېلابېل قشرونه تر سخت فشار لاندې راوستي او دوی یې له بنسټېزو حقونو محروم کړي دي.

امیري وایې: «د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د افغان ښځو له سرنوشت سره خیانت کول دی.»

د کابل پوهنتون له استادۍ ګوښه شوی اسماعيل يون وايي، روسیې ممکن د امریکا په لارښوونه طالبان په رسمیت پېژندلي وي، که داسې نه وي نو ښایي په راتلوونکې دا کار د امریکا له سختو منفي غبرګونونو سره مخ شي او خپلې مرستې به هم ودروي.

هغه زیاتوي: «امریکا د نړۍ د کلي د خان په توګه کله کله یو نیم کار خپلو انډیوالو او حتی رقیبانو ته هم سپاري، چې په سیمه کې د هغوی د رول او حیثیت د تثبيت سبب شي.»

په ملګروملتونو کې د افغانستان دايمي استازي نصير احمد فايق د روسیې دا اقدم غندلی او روسيه یې په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو ملاتړې ياده کړې او ويلي يې دي، دا د حيرانتيا کومه خبره نده.

فایق زیاتوي: «طالبانو لپاره به دا لویه لاسته راوړنه وي خو د افغانانو ژوند به لا ستونزمن او د اوږ مهال لپاره به په افغانستان منفي اغېزې ولري.»

د ولسي جرګې یو بلې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ویلي، چې روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندنې سره ډېره لویه تېروتنه کړې او په دې سره یې اصلآ جنسیتي تبعیض، له بشري حقونو سرغړونه او ترهګري په رسمیت پېژندلې ده.

د تېر حکومت د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین بيا د روسیې دا اقدام د افسوس وړ بللی او له دې وضعيت سره د مقابلې لپاره پر افغان سياستوالو د يو موټي کېدو غږ کړی دی.

په ورته مهال رحمت الله نبیل بيا افغان سياستوالو ته پېغور ورکړی، چې د دوی د نه انسجام او بې اتفاقۍ له امله روسيې د طالبانو د رسميت پېژندلو جرئت وکړ.

روسیه داسې مهال طالبان په رسمیت پېژني چې پخوان ولسمشر محمد اشرف غني څو اونۍ وړاندې ویلي و، چې مشروع واک له ده سره امانت دی او غواړي په هېواد کې یې کورني او بهرني مشروعیت لرونکي نظام ته وسپاري.

بلخوا تازه د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې مائو نېنګ د روسيې لخوا د طالبانو د رسميت پېژندلو اقدام هرکلی کړی او دا يې له طالبانو سره د خبرو او تعامل د پياوړتيا لپاره مهم اقدام ياد کړ.

نوموړې زیاته کړې چين نړيواله ټولنه هڅوي، ترڅو نړيوالو اندېښنو ته رسيدګي وکړي، د افغانستان له بيارغاونې سره مرسته وکړي او د سيمې د امنيت او ثبات لپاره له ترهګرۍ سره د افغانستان د مبارزې ملاتړ وکړي.

له دې سربېره ګڼو نورو افغان چارواکو او سیاستوالو هم د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنې ته پراخ غبرګونونه ښودلي او د روسیې دا اقدام یې ناعادلانه او د افغانانو له سرنوشت سره لوبې بللي دي.

څو ورځې ورځې وړاندې روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندنې سره اجازه ورکړه، چې مسکو کې د افغانستان له سفارت درې رنګه ملي بیرغ ښکته او د طالبانو «سپین» بیرغ پورته شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې طالبانو سره په ګډه د امینت، ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد مبارزې برخه کې فرصتونه ویني.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، دغه هېواد ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق په برخه کې د همکاریو لپاره طالبان په رسمیت و پېژنده.

روسیه لومړی هېواد شو، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته یې طالبان په رسمیت وپېژندل او چین ورپسې دویم هېواد دی، چې د روسیې دا ګام یې وستایه.