د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې په تېرو درېیو ورځو کې ۲۰۲ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

پر افغانستان د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو د ناوړه اغېزو په دوام د روغیتا نړيوال سازمان ويلي، چې افغانستان کې په تېرو درې ورځو کې ۲۰۲ روغتيايي مرکزونه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې تړل شوي دي.
یاد سازمان زیاته کړې چې دغه روغتیایي مرکزونه د روانې مې میاشتې له ۲۵ نېټې راهیسې د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د بودیجې کموالي له امله تړل شوي، چې ورسره سم ۱.۸ ميليونه کسان هم له روغتیایي خدماتو بې برخې شوي چې د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې زیات اغېزمن کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې کې بوديجه ترلاسه نکړي، نو د روان کال د جون مياشتې تر پایه به هغه ۸۰ سلنه مرکزونه چې دوی يې ملاتړ کوي بوديجه نلري چې له امله به يې وتړل شي.
دغه سازمان له مرسته کوونکو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د حیاتي روغتیایي خدماتو د بېرته راستنولو ملاتړ وکړي او د افغانستان د روغتیایي وضعیت له لا ډېر خرابېدو څخه مخنیوی وکړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړ نړیوال پروګرام په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په یو تازه راپور کې یې ویلي، چې په دغه هیواد کې له څلور میلیونو زیاتې میندې او ماشومان د خوارځواکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
یاد پروګرام زیاته کړې چې په افغانستان کې پراخ فقر د دې کړکېچ اصلي لامل دی او ټينګار کړی چې د بې وزلو کورنيو ماشومان تر ټولو ډېر له دې ناروغۍ سره مخامخ دي.
راپور کې راغلي چې دا مهال شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانان د بشري مرستو اړتيا هم لري خو د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي چې دغه مرستې په پراخه کچه راکمې شوې دي او مرستندويه ادارې د بودیجې کمښت سره مخ دي.
دغه ټولو ناخوالو د افغانستان د خلکو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن کړی دی. په میلیونونو کورنۍ اوس نه یوازې د لوږې او ناروغۍ سره مبارزه کوي، بلکې د راتلونکي لپاره د دوی هیلې هم د بې کارۍ، بې ثباتۍ او د بنسټیزو خدماتو نشتوالي له امله په جدي توګه کمې شوې دي. په داسې شرایطو کې، د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ډیری افغانانو ورځنۍ مبارزه ګرځیدلې ده.