طالبانو د وچو مېوو له فابریکو ښځینه کارکوونکې ایسارې کړې

طالبانو د وچو مېوو له فابریکو ښځینه کارکوونکې ایسارې کړې
Photo: RM Media

طالبانو په کابل او مزار شریف کې د وچو مېوو د پروسیس او بسته‌بندۍ له فابریکو لږ تر لږه ۱۳۰ ښځینه کارکوونکې منع کړي او پر ځای د نارینه کاریګرو د ګمارل کېدو امر کړی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې یادې ښځينه کارکوونکې د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو له لوري له دندو ګوښه شوې او خبرداری یې ورکړی، که بیا دندو ته حاضرې شي نو ځای به یې زندان وي.

«د کابل صنعتي پارک ته د امربالمعروف محتسبین راغلل او دلته پر هره فابریکه ګرځېدل، د وچو مېوو په ځینو فابریکو کې ښځو هم کار کاوه د فابریکې له مسوولان په جدي ډول غوښتل شوي چې ښځینه کارکوونکې دې له دندو لرې کړي او پر ځای دې نارینه کار وکړي.»

په مزار شریف کې هم د وچې مېوې د یوې فابریکې مسوول وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو ترې په شفافي او لیکلي بنه غوښتنه کړې، چې ښځینه کارکوونکو ته دې د کار اجازه نه ورکوي او پر ځای دې د هغوی نارینه کار وکړي.

هغه وایې: «لسګونه ښځو دلته په مزار شریف کې په فابریکو کې کار کاوه او دوی ته هره میاشت له ۱۰ تر ۱۸ زره افغانیو معاش ورکول کېده، په دوی کې زیاتره بې‌سرپرسته او بېوزله مېرمنې وي.»

سرچینه زیاتوي طالبانو له محرم پرته په فابریکو او دفترونو کې د ښځو کار له شریعت سره په ټکر کې بللې او د همدې دلیل پر اساس یې ښځې د وچو مېوو په فابریکو کې له کار منع کړې دې.

په کابل کې د وچې مېوې د فابرېکې یوه کارکوونکې، خاطره (مستعار نوم) چې شپږ کاله یې په فابریکه کې د بسته‌بندۍ په برخه کې دنده ترسره کړې وایې، د دندې له ګوښه کېدو وروسته د کار په پیدا کېدو نه ده توانیدلې او ژوند یې له ستونزو مخ دی.

هغه وایې: «له کومې ورځې چې مې دنده له لاسه ورکړې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې یم ځکه همدا زه د پنځه کسېزې کورنۍ سرپرستي کوم خاوند مې مړ شوی او بل څوک د کار نه لرم.»

نوموړې وایې ښځو په هره برخه کې خپله وړتیا ښودلې خو د طالبانو بندېزونو یې نه یوازې د وړتیاوو مخه نیولې، بلکې پر دوی د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

د وچې مېوې د بسته‌بندۍ او پروسس فابرېکې کارکوونکې او د کابل اوسېدونکې شازیه چې څو اوونۍ وړاندې خپلې دندې ته له تګ څخه منع شوه، وايي چې له دندې له ګوښه کېدو وروسته یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی او که حالت همداسې دوم وکړي نو مجبوره ده چې سوال کولو ته مخه کړي.

هغه وایې: «کله چې راته د فابریکې مسوول نو کار ته مه راځئ، نو زما په ګډون ټولې ښځینه کاریګرې په ژړا شوې، ځکه دغه ښځو په پوره صداقت سره دنده ترسره کول او هم یې له همدې لارې د کورنۍ اړتیاوې برابرولې. غوښتنه کوو چې مونږ ته دې بېرته د کار اجازه راکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکې ښځو ته د کاري زمینو او زده کړو پر برابرېدو ټینګار کوي او په دې اند دي چې واړه سوداګریز کارونه، ډېر ارزښت لري او طالبان باید ښځو ته د کار تر ټولو ښې موکې برابرې کړي. 

اقتصادي کارپوهه نرګس اوریاخېل وایې، طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې ښځو ته د اقتصادي فعالیتونو ښې موکې نه دي برابرې کړې خو بیا هم، دوی هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي او ددې فعالیتونو پراخېدل، کولای شي د افغانستان د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي.

هغه وایې: «طالبان دې ښځو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي، ځکه ښځې د کار او زده کړو حق لري، د طالبانو په حاکمیت کې ټول محدودیتونه پر ښځو لګول شوي او هیڅ موکې نه ده ورکړل شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په ټولنه کې د ښځو د حضور او فعالیت موکې تر ډېره له منځه تللې او له زده کړو او کار څخه پاتې ښځې او نجونه، هڅه کوي چې د لاسي صنایعو د کارګاه ګانو او هټیو په جوړولو سره، ټولنې ته بیا راووځي او د افغانستان په اقتصادي څرخ کې ونډه ولري.