طالب قومندان: افغان خبریالان مو وژل خو بهر ته وتښتېدل

طالب قومندان: افغان خبریالان مو وژل خو بهر ته وتښتېدل
Photo: RM Media

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندان محمد عمر مخلص ویلي، افغان خبریالان مو وژل خو دوی له هیواده وتښتېدل.

نوموړي دا څرګندونې د خپلې دندې د مخه ښې په غونډه کې کړي او خبریالانو ته یې د غدارانو او بهرنیو هیوادونو د جاسوسانو خطاب کړی او زیاتوي چې دوی خبریالان وژل، خو هغوی له هېواده وتښتېدل او خپلو بادرانو ته یې ځانونه ورسول.

هغه دغه راز په ټینګار سره ویلي چې ټول طالبان د ملا هبت الله د امر اطاعت کوي رسنۍ او خبریالان دې د هغه پر ضد له منفي تبلیغات لاس واخلي.

له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې پر رسنیو ګڼ محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې ډېری رسنۍ تړل شوې، زرګونه خبریالان بې دندو شوي او ګڼ شمېر یې د طالبانو له لوري په یوه او بله پلمه زنداني شوي دي. 

له دې وړاندې هم یو شمېر طالب چارواکو د افغان خبریالانو پر ضد توندې څرګندونې کړې وې او د ځېنو هغه خبریالانو د نیولو امر یې کړی و، چې له دوی سره همفکره نه دي.

بل خوا افغان خبریالان وایې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې  اوس دوی د سانسور او د کاري امنیت نشتوالي په څېر نویو ستونزو سره مخ دي.