د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزیر غیر مسلمان له ځناور هم بد ګڼلي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزیر غیر مسلمان له ځناور هم بد ګڼلي
Photo: MOPVPE

د طالبانو د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي په خپلو تازه څرګندونو کې غیر مسلمانان له «حیواناتو بدتر» ګڼلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د حنفي یو غږیز کلپ خپور کړی، چې نوموړي په کې د قرآن د یوه آیت په دلیل سره غیرمسلمانان «تر ځناورو بدتر» ګڼلي دي.

حنفي په ټینګار سره په خپلو خبرو کې په مشخص ډول «هندوان، سیکان، یهودان او مسیحیان» یاد کړي او ادعا یې کړې چې هغوی تر ځناورو هم بد دي.

نوموړي همداراز ویلي چې که بریالیتوب د ماموریت پر بنسټ وای «غیرمسلمانان» به هم بریالي وای.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د لېدنې پرمهال کړي دي.

بلخوا د چارو شنوونکي د طالبانو د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست  خالد حنفي یادې څرګندونې اندېښمونکې بولي او وایې، دا ډول څرګندونې د افغانستان د سیکانو او هندوانو لږه کېو ته جدي ګواښ ګڼل کېږي او کېدای شي د هغوی  ژوند له لا ډېر خطر سره مخ کړي.