ننګرهار کې یو کس خپله ښځه وژلې

د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې، په دغه ولایت کې یې د یوې ښځې د وژنې په تور د وژل شوې ښځې میړه او خواښې نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند طیب حماد(سه شنبه،۲۰د لېندۍ) ویلي چې، نیول شوي زوی او مور څه موده وړاندې د جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې خپله مېرمن لومړی وژلې او وروسته یې جسد د خواښې له خوا سوځول شوی دی.
د نوموړي په وینا، یاد کس غوښتل چې له سيمې وتښتي خو د امنيتي ځواکونو لهخوا ونیول شوی او اوسمهال په امنیه قومندانۍ کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
د هغه په خبره تراوسه د یادې پېښې لامل مالوم نه دی خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د جلالاباد ښار په اوومه ناحیه کې هم یو کس د خپلې مېرمنې او ورور له خوا وژل شوی و.
که څه هم د ننګرهار يوشمېر اوسېدونکي د جنايي جرمونو د زياتوالي له امله اندېښمن دي خو طالب چارواکي وایي، چې تر پخوا د جرمونو ګراف کم شوی او دې برخه کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، په بدو کې د نجونو ودول او نور لاملونه بلل کیږي.