په کابل کې د سرینا هوټل خپل فعالیتونه بند کړل

په کابل کې د سرینا هوټل خپل فعالیتونه بند کړل
Photo: Kabul Serina Hotel Facebook

په کابل کې د«سرینا هوټل»د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  اعلان کړی چې سر له نن(شنبه، د فبرورۍ لومړۍ) افغانستان کې خپل خدمتونه او فعالیتونه دروي.

خبرپاڼه کې دغه هوټل د خپلو فعالیتونو د درېدو لامل نه دی څرګند کړی خو ویلي یې دي چې په نورو نهو هېوادونو کې به یې خدمات دوام ولري.

کابل سرینا هوټل چې د لوړ پوړو نړۍوالو او کورنیو چارواکو او مهمو مسافرو کوربه و او د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو دفترونه به هم پکې و.

دغه هوټل له نږدې دوو لسیزو فعالیت وروسته خپل خدمتونه بندوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د یاد هوټل د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي. 

څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې طالبانو د اغا خان شبکې لخوا د اداره کوونکي دغه هوټل په مديريت ځينې شرطونه وضع کړل، چې له امله يې يادې شبکې هم د کابل سرینا هوټل د بندولو پرېکړه وکړه.